دا لپې لپې خاورې ھم له دغې وجی خورم چې
نه قرض کوم نه سوال کووم نہ بیاج کووم کاکا
غدار او شر پسند راته دا خلق زکه واۍ چې
زہ ولې مرم زہ دې له احتجاج کووم کاکا
@mjdawar@a_baitanai @EngrHakimkhan @BilalBilalO600
دا چې په ټپه زما راویښ نۀ شو
دا سړی به مړ وي دې اودۀ نۀ دی
تا پسې ونۀ چاودو نو ځکه ویم
کاڼی دی په دې سینه کښی زړۀ نۀ دی
ښکلو منیر ساه اخلي ژوندی دی خو
ښکلو خو بس دومره ده چې ښۀ نۀ دی
🌿منير🌿
هند دې هم په آمن وي
چين دې هم په آمن وي
نه دي وران کابل شي
نه دې وران اسلام آباد شي
ګل آفغانستان له دعا وکې
چي آباد شي
او کنه! کشمير دې د هندونو
نه ازاد شي
https://t.co/mAUgIljJOk
زه هم له د غوندې دے هم زما په شان برباد دے
ټوله نړئ کښې سيوا لر او بر افغان برباد دے
امن تمام جهان له غواړم خو حساب د وه شې
چې ډير کشمير برباد ! که ډير وزيرستان برباد دے.؟
منير بونيری
@a_baitanai @Gilamanpashtee
دې خو مړ ښه دے د سپېره دې پۀ دنیا کښې نه وې
چې پۀ اختر کښې هم سړے د چا پۀ خوا کښې نه وې
مونږ که وښکي تر غوګو ورسوو هسې کړاو
هېڅ څه کشش د خوارو حلقو پۀ خندا کښې نه وې
منیر جان
لر او بر پښتنو ته ورکوټی اختر ډیر ډیر مبارک شه