اور د جونګړو د بنګلو خواته راورسیده
ماخو ویل چې د اورونو کاروبار ښه نه دی
چې تیروتلی څوک د ښکلو په درواغو نشي
سړی هوښیار ښه دی خو دومره هم هوښیار ښه نه دی
ظلمه زمونږ د ژوند تاریخ ستا د زوال تاریخ دی
دا خلک ښه دي خو ددې خلکو آزار ښه نه دی
خپل ټول اصیل ریبښتوني ملت ته اعلان کوم او زېری ورکوم چې ما د افغانیه سلطنت تاج د افغانستان د کورنۍ او بهرنۍ خپلواکۍ او حاکمیت په نوم پر سر کړ!
غازي امان الله خان
خپلواکي مو مبارک شه!
ته دخم ميلمه شه سرترپښودمستۍ څانګه شه
ماته بې له اوښکو د نشو خبرې نه دي زده
زه بې له پښتو نه په ټول ژوند پر بل څه پوى نه شوم
ستا لکه مغله د پښتو خبرې نه دي زده