رسول اللهﷺفرمایلي دي:
که د يو چا عمل ددې لپاره وه چې په خلکو کې شهرت پيدا کړي، الله تعالی به د ده رياء وخلکو ته ورښکاره کړي او که چا په رياء سره يو کار کاوه الله تعالی به يې د قيامت په ورځ رسوا او شرمینده کړي.
رواه البخارې:
رسول اللهﷺفرمایلي دي:
الله تعالی د خپلو صالحو بنده ګانو لپاره په جنت کې داسې نعمتونه برابر کړي، چې نه سترګو ليدلې، نه غوږو اورېدلي او نه د انسان په زړه کې راغلي دي.
رواه البخارې:۷۴۹۸
رسول اللهﷺفرمایلي دي:
اللهﷻ فرمایې انسان ما په غضب کوي، ځکه دی زمانې ته بد وایې په داسې حال کې چې زمانه زه یم ځکه د شپې او د ورځې اړول او را اړولو کار زما په لاس کې دی.
رواه البخاري:۴۸۲۶