د شیخ عبدالسمیع غزنوي حفظه الله تعالی
د نجونو د تعلیم په اړه فتوا
دا ویډیو د لوړو زدکړو وزیر ته وښایاست چې د علماوو څخه یې دلیل غوښتی
ایا شیخ ندا محمد ندیم به اوس هم دلایل غواړي او که نه؟
فتوا ډېره واضحه ده او د نور بحث اړتیا نشته
دا جګړه که د پاکستان د آزادۍ لپاره وي لومړی به زه ورځم
که د غچ او انتقام لپاره وي، یواځې د احساساتو سړول ښکاري او بس
کم عقله، بې حکمته، احساساتي او کم عمره هلکان یې له درک څخه عاجز دي
هم یې نوم زنانه دی چې خلک تحریکوي او هم یې کار ټول د فحشا دی. که دا برښنا نه وای، نه به تلیفون وو، نه به کمپیوټر وو او نه به پرنټر. هو پرنټر کې هم فحشا چاپ کېږي
هیل�� ده ټول هېواد کې برښنا بنده شي تر څو سوچه اسلامي نظام حاکم شي
دا ثلاثه محاکم اسلام کې چا راوایستل؟؟؟
دا خو د جمهوریت سیسټم وو
محاکمو څخه د فساد مراکز جوړیږي
اسلام کې محکمه اسلامي حکم کوي او بس
امر بالمعروف او د علماوو شورا خو هسې هم په لنګۍ، ږیره او اودس مصروفه دي
هر څه امیرالمؤمنین حفظه الله ته ور پاتدي
د جمهوریت څخه د راپاتې نظام بل تاوان:
د مشرانو د کور کرایه امارت ورکوي نو ځکه د خلکو له حالاتو نه خبرېږي
دا د جمهوریت بیا تکرار دی
لږ د سیرت النبي او د اصحابو څخه زدکړه وکړو
باید اوږد مهاله پلانونه جوړ شي
اې امیرا��مؤمنینه!!!
ستا مشاورین سم خلک ندي
ستا سترګې یې په غټو او مهمو مسائلو پټې کړي او په وړو مسائلو یې اخته کړی یې چې د امر بالمعروف وزارت کارونه دي
یا خو د امر بالمعروف وزارت لغو کړه او کار یې خپله کوه او یا هم د ټولو مؤمنانو مشري ته غاړه کېږده او وړې خبرې پرېږده نورو ته