دا د برکي څلور لاري د پلونو، تل لارو او چمنونو نقشه/ سکیچ دی، چې میاشت وروسته به ان شآء الله ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
عمراني کارونه ترسره کول د اسلامي خلافتونو او امارتونو ځانګړي خویونو وي.
د اسلامي امارت د ۲۰۲۱–۲۰۲۶ دوره کې شمال له یوه عمدتاً امنیتي او سرحدي زون څخه د کرنې، اوبو، کانونو، انرژۍ، او منځنۍ اسیا سره د ترانزیټي اتصال په ستراتیژیک اقتصادي زون بدل شوی.
ټولې سترې پروژې او تړنونه په شمال کې دي؛ بناء که شمالي د امارت دا احسان درک نکړي؛ دا به ستره ناشکري وي.
د عراق د نفتو ۵۰ زره ټنه جوپه د کرمانشا له لارې را ورسیدل او د بیلاروس نفت او کرنیز مواد به هم څو شپې بعد را ورسیږي.
اړیکي بیخي اخوا دیخوا سره وغځیدل
💪
هر ډول تکفیر او تحریر، هر ډول اوباش او بدمعاش، هر ډول شریر او تمریر به زموږ د عقابانو له ذربین خطا نشي. بعون الله به ډیر ژر یو په بل پسې، د خپل هر ګام او اند، عمل او دجل حساب ورکړي.
مطمئن اوسئ!
هغه خلک چې فکر، عقیده او انګیزه نلري؛ هیڅکله هم اسلامي امارت نشي ننګولی. مبارزه شرعي فتوا، مقدسه انګیزه او سالم فکر غواړي. دا د غلو، مفسدینو، ظالمانو او باغیانو کار ندی.
ډیر خوند کوي!
اوس نه تاج شته، نه تخت، نه په درواغجنو الفاظو تحسين شوې خدعانه خبرې. نه ډول ـ ډول غوښې او رنګا رنګ خواړه شته او نه کباب، شباب او شراب.
نه د مکر ژړا شته او نه اشغالګرو ته لاس په نیمه سلامي.
بس ملنګ ملا، زيږ پښتون افغان مو د خپلو هېوادوالو خادم دی
زر کلن شې بابا
📌حقیقت
که اسلام د دې لپاره راغلی وای، چې یوازې بني هاشم مشران او نور خلک غلامان کړي؛ ابولهب به مسلمان شوی او بلال حبشي به کافر پاتې شوی وای.
خو اسلام د نسب، قوم او رنګ پر ځای ایمان، تقوا او عمل ته ارزښت ورکړ.
الله فرمایي: ﴿إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ﴾