خلاص ترې نه شومه تر اوسه زه حېران يم
يو دوه سترګې بلاګانې راپسې دي
زه ترې ځان خلاصولے نه شمه حېران يم
د چا ښکلې اداګانې را پسې دي
يوه ورځ به ما خليل تانه جدا کړي
د رقيبانو صلاح ګانې راپسې دي 2
که څه ډېرې بلاګانې راپسې دي
نه يرېږم دعاګانې راپسې دي
که په ژوند کښې دتياري سره مخ شوې يم
خو ځه خېر دے رڼاګانې راپسې دي
بد رنګو سره چې مخ شم خفا کېږم
ځه د ژوند څه ښکلاګانې راپسې دي
1