یو ځل بیا په ټینګه وایم چې د ایران د اسلامي جمهوریت نه بدلیدونکی سیاست، د امام خمیني (ره) او شهید قائد خامنه اي د لارې په دوام کې، د صهیونسټي- امریکایي دښمن پر وړاندې له مقاومته د ملاتړ پر دوام ولاړ دی.
✍️ د غدیر اختر، د اسلامی انقلاب د بنسټګر امام خمیني (ره) د رحلت د اوه دېرشم تلین او د ایت الله شهید سید علي خامنه اي د رهبرۍ د پېل د کلیزې په مناسبت د اسلامی انقلاب د رهبر ایت الله سید مجتبی خامنه اي پېغام
#مجتبی_خامنهای#ایران#Iran#Khamenei
کوم یو لوی طاقت کولی شول یو خوبیولی او د استعمار له خوا مسحو�� شوی ولس په داسې شرایطو کې چې په هر ځای کې په لویدیځ پورې پییلتیا موجوده وه، رابېداره کړي؟ هو دا لوی خمیني او شهید خامنه اي و چې دغه وړتیا او چمتووالی یې د ایران په شریف ولس کې کشف او ژوندی کړ.
د خدای لپاره قیام، د امام خمینی (ره) د مکتب بنیاد دی او د هغوي د وجود یو له مهمو برکاتو، اثارو، هدایت او تربیت او پر ټولنې حېرانوونکی اثر د همدې بنیاد په اساس دی.
مجموعهی بیانات و مکتوبات ده سالهی امام خمینی (ره) بنیانگذار جمهوری اسلامی و سیوشش سالهی رهبر شهید، گنجینهی ارزشمند و بیبدیلی برای همه و چراغ راه مسیر آینده است.
سږ کال د غبرګولي لومړۍ څوارلسمه نېټه ده چې د امام خمیني (ره) د مکتب وفادار او تکړه ملګری، د اسلامي انقلاب شهید رهبر آیت الله سید علي خامنه اي، د الهي مېلمستیا مېلمه ګرځېدلی او د هغوي د باصلابته غږ او حکیمانه او پوخ کلام اواز د امام په سپېڅلي حرم کې نه اورېدل کیږی.
خبیث دښمن له وسله والو ځواکونو سره په مقابله کې ماته خوړلې او هم په پوځي ډګر او هم د واټونو او چوکونو په جنګ کې له یو سخت ګوزار سره د مخامخېدو په وجه یو ژور او معناداره سپکاوی تجربه کوي.