له لمبو راوتلی سړی (٢ )
د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني رحمهالله د ژوند، جهاد، زیاتو کارنامو، شخصیت او شهادت د بېلابېلو اړخونو په اړه د «له لمبو راوتلی سړی» دویم مستند دی، چې د جلال سټوډیو لهخوا جوړ شوی او نن د ده د شهادت په تلین خپور شو.
“The Man Who Emerged from the Flames” (Part Two)
“The Man Who Emerged from the Flames” is the second documentary about the life, jihad, numerous achievements, character, and martyrdom of Alhaj Khalil-ur-Rahman Haqqani (may Allah have mercy on him). It was released/published by Jalal Studio and was made public today on the anniversary of his martyrdom.
https://t.co/CUW2D8iPTe
#شهیدحقاني
پرې روا د مينې فقه کې قسم دی
ستا په سترګو کې د خدای اسم اعظم دی
تشه لپه و په ښار کې، خو پاچا بیا
په صحرا کې ابراهيم بن ادهم دی
خدايه! راولې د آب حیات ورېځې
د وطن ګل که نازك دی تږی هم دی
پاڅوي د فراق مړي له قبرونو
ستا وصال خو د مريمې د زوی دم دی
نن دمه کوي د هجر له مزلونو
يوې لقاء ته ارمانجن سړی شهيد دی
مهاجر مرغان دي نه شي تش ججوري
لپه سره ده، نشته ږدن، سړی شهيد دی
له لمبو نه چې راوتی و تکله!
يو خليل او بت شکن سړی شهيد دی
الله أكبر ولله الحمد الله أكبر كبيرًا، والحمد لله كثيرًا، وسبحان الله بكرة وأصيلًا، لا إله إلا الله وحده، صدق وعده، ونصر عبده، وأعز جنده، وهزم الأحزاب وحده.