خلیلزاد لا هم افغانستان داسې ښکاروي لکه د امریکا ښکار چې وي؛ که واشنګټن یې ونه خوري، چین او روسیه به یې وخوري! ښاغلی دلاله، افغانستان ستا د امریکايي بادارانو ملکیت نه دی. ملت مو وژلی او هېواد مو وران کړی؛ ستونزه مو د افغانستان خپلواکي ده، نه د چین او روسیې شتون!
د اسلام له نظره پرمختګ پر ایمان او پر الله تعالی توکل، علم زدهکړې، کار او هڅې، عدالت، یووا��ي، امانتدارۍ، نظم، مشورې او د فساد پر وړاندې مبارزې پورې تړلی دی. هغه ټولنه چې علم ته ارزښت ورکړي، حق پر ګټه غوره وبولي او مسؤولیت ومني، د عزت او سوکالۍ پر لور ګام اخلي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونې یوازې د شخصي ژوند او عبادتونو په اړه نه وې، بلکې سیاسي او ټولنیزې چارې یې هم رانغاړلې. له همدې امله، دین یوازې په فردي عبادتونو پورې محدودول او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونې له ټولنیز او عامه ژوند څخه بېلول سم نه دي.
@YousufPasarly الله تعالی دې د غزې له مظلوم ولس سره مرسته وکړي، قدمونه یې ثابت او شهیدان یې وبښي. الله تعالی دې هغه عرب حکومتونه چې غزه یې هېره کړې او د مظلومانو ملاتړ یې پرېښی، له منځه یوسي او پر ځای یې عادل او د حق ملاتړي حکومتونه راولي. آمین!
@HurriyatPa د مېلمه درناوی پر موږ واجب دی؛ خو مېلمه پالنه د هغه د هر فکر او نظر ړوند منل نه دي. خبرې یې په درناوي اورو، خو زموږ د منلو معیار قرآن او سنت دي؛ هر څه چې له قرآن او سنتو سره مخالف وي، که ویونکی یې زموږ عزتمند مېلمه هم وي، نه یې منو.
د مېلمه درناوی پر موږ واجب دی؛ خو مېلمه پالنه د هغه د هر فکر او نظر ړوند منل نه دي. خبرې یې په درناوي اورو، خو زموږ د منلو معیار قرآن او سنت دي؛ هر څه چې له قرآن او سنتو سره مخالف وي، که ویونکی یې زموږ عزتمند مېلمه هم وي، نه یې منو.