میاخېل: د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پېژنو او هېڅ افغان واکمن په رسمیت نه ده پېژندلې
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني مشر او د ننګرهار پخوانی والي شاه محمود میاخېل وايي، د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پېژني او تر اوسه هیڅ افغان واکمن او مشر په رسمیت نه ده پېژندلې.
ښاغلی میاخېل وايي، د پاکستان پوځ تل کوښښ کړی د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې پرتې سیمې نا امنه وساتي او لا تر اوسه پورې پکې ترهګرې ډلې او ترهګر ساتي.
میاخېل زیاتوي، د لر او بر ټول افغانان د افراطیت قربانيان دي او علت یې د پاکستان پوځ دی.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ایران پرضد د تر ټولو سختو ځپونکو اقتصادي عملیاتو د پیل اعلان وکړ چې د هغه په وینا تر اوسه لا د نړۍ د هیڅ هېواد پر ضد نه دي ترسره شوي.