که ما علم لرلی داسې خطابت مې کاوه👋
دا ګپ په هغه بله طبقه بد لګي چې ښځې یې نه خوښېږي.
نر مزاجه دي
حال دا چې همدا ښځه یې مور هم ده.
تاسې تر ما د رسول الله ص ژوند ښه مطالعه کړی دی.
هغه ص د عایشې رض په اړه څه نه دي ویلي؟
عایشې ته یې له ډېرې مینې سورمخې ویل
رسول ص به چې لمونځ کاوه د سجدې ځای کې به ��ایشې سر کېښود، هغه ص به په لاس مبارک پورې وهله.
د واده په ورځ یې عایشې ته خوراک خوله کې ورکړ.
ایا محمد ص زموږ لارښود نه دی؟
مګر دلته قبایلي کلچر عام دی
د خېلخانې تر مخه خپل اولاد ته مینه نهشې ورکړلی.
وایي ده ته ګوره شرمېږي هم نا
دومره سپین سترګی شو چې موږ برنډه کې ناست یو، خیالیګر خپلې کوټې ته ننوت.
دلته کلتور پر دین تطبقېږي، ځکه خو حتی څوک د خپلې ښځې او مور نوم نه شي اخیستلی، خو د محمد ص د مور، مېرمنو او لورګانو نومونه په جرئت اخلي.
خلک باید ژوند زده کړي او دا هغوی ورزده کولی شي چې متاهل وي.
کوروالی والاکه د چا سم زده وي.
د جنسي لارښود کتاب د همدې لپاره دی.
دا هیڅ خصوصي حریم نه دی.
خصوصي حریم هغه دی چې پردي ډاکټر، تعویذګر او دمګري ته پرته وي.
ځینې خلک ملا او قاري بیخي ملایکه بولي
یعنې هوس او نفس نه ل��ي؟
پرون دا سکرینشټ ډېرو د وچې بزرګانو وغانده.
ویل زموږ کلتور که جهالت هم وي له حیا ډک دی او قبول مې دی.
مانا پر اسلام یې بهتروالی ورکړی دی نعوذ بالله
دا عادت دی چې قبایلي خلکو له مجبورۍ اخیستی.
دېته سادېزم وایي، له ظلم او ځورولو خوند اخلي.
صرایي خلک په عامه پوهاوي پستېږي او بلدېږي.
بهر سفرونه او ښارونو ته راتګ سره اپډېټېږي او بالاخره متمدنېږي.
د ژوند په ارزښت پوهېږي، له مېرمنو سره یې چلند نرمېږي.
لږه قرباني غواړي
مثلا بېحیا او تېری کوونکی دې بولي.
درته وایي چې خپل حد کې اوسه، تاسې سره نه ښيي.
درته وایي چې که ښځه دومره درباندې ګرانه وي چوک ته یې راوباسه.
البته چې هیچا چوک ته نه دي هڅولې، دننه کور کې دې د انسانیت ژوند ته رابولي.
زموږ کلتور دومره حیاناک(!) دی چې خپله ښځه ډاکټر او پلار ګنۍ ته نهشې بېولی.
لېور، خسر، ماما زوی او لېورزی یې بیایي.
پخپله حلاله نکاح شرمېږي، ته راتښتولې یې ده.
او که خپله یې بیایي نو ښځې سره بچی هم غېږه کې وي، غټه پنډه یې هم ورکړې وي او میړه خیالیګر یې سل متره لرې ترې روان وي.
مانا دا ښځه له ما سره نه ده
دا ظلم ورته غیرت ښکاري
دلته د اکثره خلکو ښځې بدرنګې دي، زیاترو ته مور، پلار، تره، ماما او ترور ښځه کړې ده.
لاټرۍ کې ورته وتلې دي
ځکه زما کلتور او ټولنه د خوښې واده بېغور ګني او پې وژني دې.
د ځینو هسې نیت کم وي چې ته د نصیحت په ډول غیرمسقیم د خپلې مېرمنې صفت کوې.
نو لهذا ښځه مور ده، خور ده، لور ده او مېرمن ده.
دوهنیم کسان به د ښځې نوم سره فحشا او خراب سوچونه ذهن ته راولي، دا د دوی خپل مردا�� فکر او ذهني ناروغي ده، ډاکټر ته دې نه ځي، د محمد ص او عایشي بي بي د ژوند مطالعې سره دې علاج وکړي.
لنډه دا چې موږ د کلتور مرچ مساله په اسلام نه وردوړوو
زموږ لپاره قرآن او احادیث ټارګېټ دي
له دې ورهاخوا هندوانو او سیکانو ته هم خپل کلتور حیاناک او پالل یې ویاړ ښکاري ورته، اړینه خو نه ده یارو چې موږ هم ترې متاثره شو.
و آخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمين.
ورکېکه قحطي نوره څخېل وي
جمهور علما ناست دي او لوفر یارو مسلې کوي😷