ستا صورت، ښکلا، شاهي، قدرت او دولت ټول یو وخت خاوري کېږي خو ستا سیرت او د ژوند کړه وړه به تر ډېره ژوندي پاته وي، خوښه دي ده په کوم یوه یې زیات تمرکز کوې.
هو پرته له شکه چي د هر عصر د اړتیا وړ علومو زده کول لازمي دي
که ایران کلونه کلونه د ځان پر بسیا کولو او د عصري علومو پر مټ د ځان پر قوي کولو کار نه وای کړی نن به يې څو میاشتي وړاندي لا خاوره او هیواد تر امريکايي یرغل لاندي وای
خو نن د همدې سیانس، کمپيوټر، توغندۍ، بم او عصري ټکنالوژۍ له برکته هم هغه مغروره امریکا د ایران سره د هغوی په خوښه د تسلیمۍ تړونونه کوي
موږ که په خپل وخت کي یو زوړ ټوپک، زوړ موټرسایکل او یو زوړ موټر نه لرلی ولي به امریکا زموږ له هیواده ټيټ سر وتلی ؟
هو پرته له شکه چي په دې هر څه کي ایمان لازم دی خو تر مثالونو ور ها خوا همدا ذات چي موږ ایمان پرې راوړی دی موږ ته لارښودنه کوي او امر راته کوي چي:
﴿وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ﴾
ژباړه:«او د هغوی (د مقابلې) لپاره هر څومره ځواک چې مو په وس کې وي، چمتو کړئ.»
د هرې زمانې ځواک، ضرورتونه او اړتیاوي بدلېږي
دا به ناپوهي وي چي د ټانک، توپ، طيارې او کمپيوټر په زمانه کي موږ توري او اسونه زده کوو
دنیا دارالاسباب ده او د نړۍ اکثر اسباب داسي جوړ سوي دي چي ښه و بد د مالک او خاوند لاس ته سپاري
که په ټوپک د یوې خوا جهاد کېږي، کفر په ماتېږي خو له بلي خوا يو بې ګناه عام مسلمان هم پرې شهید کېږي
دا بدي د ټوپک نه ده، دا يې د مالک او استعمالوونکي ده
دا هوښياري نه ده چي موږ د عصري سامونونو د تاوانونو په خاطر له هغوی تېښته غوره کړو او خلک ترې منع کړو
دښمن موږ داسي نه پرېږدي
دا داسي مثال لري لکه ته چي خپل مقابل ته خپل لاسونه تر شاه وتړې او بیا میدان ته ورشوه سې
د عقل تقاضا دا ده چي د هرې زمانې له اړتیاو او ضرورتونو سره سم مخته ولاړ سو او خلک د هر وخت د خپلو اسبابو په ګټو او تاوانونو خبر کړو او د سم استعمال لارښودنه يې ورته وکړو
و ما علینا الاالبلاغ....
هره کیسه او هره اورېدل سوې خبره نورو ته د رسولو او کولو نه وي، ډېر خلک ستاسو د خندولو لپاره، یا تاسو ته د ځان مهم ښودلو لپاره او یا حتی ستاسو سره د چاپلوسۍ لپاره تاسي ته ډول ډول کیسې کوي
ستاسو هوښياري به دا وي چي د هغوی هره ویل سوې کیسه په هر مجلس، هر ګودر او ممبر بیان نه کړئ
مسلم شریف د رسول الله ﷺ يو حدیث رانقل کړی دی
«كَفَى بِالْمَرْءِ كَذِبًا أَنْ يُحَدِّثَ بِكُلِّ مَا سَمِعَ»
ژباړه " د انسان لپاره همدا دروغ بس دي چي هر څه واوري هغه نورو ته بیان او نقل کړي "
خپل حیثیت د ټيټو خلکو د بې حیثیته کیسو په بیانولو مه داغداره کوئ!