ځینې خلک داسې دي، که چیري ته په یو مجلس کي چوپ پاته یې خبري نکوي، وایي دا خو په هیڅ شې نه پوهېږي، که په مجلس کي وږغیږي خبرې وکړې، وایي دا ډېرې خبرې کوي، که د یو چا سره مرسته وکړې، وایي دا حتماً یو مطلب یا خپل شخصي کومه ګټه لري، که بیا د هیڅ کس سره مرسته ونه کړې، وایي دابیخي بې رحمه دی.😔
نو د خلکو د خولې تړل ناشوني دې، نو عمل دي د خپل ضمیر، وجدان، اخلاقو، او د الله تعالی د رضا لپاره سم کړه، نه د خلکو د ستاینې او نه هم د هغوی د ملامتۍ لپاره.
مقصد خلک دي په یوه حالت هم نه پریږدي خپل ژوند کوه.😏
د پاکستاني استخباراتو تر لاس لاندې بیلا بیلې وسله والې ډلې او د شر او فساد غړي بغاوت جبهه، ساعين بالفساد داعش، ای اس ای او داسې نورې دا دوه ورځې کيږي چې خپلمنځي غونډه یې جوړه کړې ده. نور حال په ویدیو کې...
احمد مسعود او ډله یې نه د وطن سره مینه لري او نه د خپل ټاټوبي سره، په پنجشیر ولایت کې زیاتره خلک له دوی نفرت کوي دوی یوازې ځانونه په رسنیو کې مطرح کړي نور په عمل کې هېڅ هم نشته.
د دي خلکو په حالت باندي مسلمانه ټولنه او د بشر د حقونو نعري وهوونکي بیخي چوپ پاتي دي.😢
رب جل جلاله دي پخپل فضل او کرم سره نور له دغه تورتمونو څخه وساتي.
#غزه.
په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ سرپرست دکتور اکرام الدين کامل په ممبۍ کې د قطر دولت د جنرال قونسلګرۍ له لورې ددغه هېواد د پخواني امیر مرحوم شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د فاتحې په مراسمو کې گډون وکړ او د تعزيت په کتاب کې یې د تسليت پيغام ثبت کړ.
ښاغلي کامل په ممبۍ کې د قطر جنرال قونسل ته هم د تسليت مراتب وړاندې کړل او د مرحوم لپاره یې د مغفرت او جنت الفردوس دعا وکړه.