ستا صورت، ښکلا، شاهي، قدرت او دولت ټول یو وخت خاوري کېږي خو ستا سیرت او د ژوند کړه وړه به تر ډېره ژوندي پاته وي، خوښه دي ده په کوم یوه یې زیات تمرکز کوې.
هو پرته له شکه چي د هر عصر د اړتیا وړ علومو زده کول لازمي دي
که ایران کلونه کلونه د ځان پر بسیا کولو او د عصري علومو پر مټ د ځان پر قوي کولو کار نه وای کړی نن به يې څو میاشتي وړاندي لا خاوره او هیواد تر امريکايي یرغل لاندي وای
خو نن د همدې سیانس، کمپيوټر، توغندۍ، بم او عصري ټکنالوژۍ له برکته هم هغه مغروره امریکا د ایران سره د هغوی په خوښه د تسلیمۍ تړونونه کوي
موږ که په خپل وخت کي یو زوړ ټوپک، زوړ موټرسایکل او یو زوړ موټر نه لرلی ولي به امریکا زموږ له هیواده ټيټ سر وتلی ؟
هو پرته ��ه شکه چي په دې هر څه کي ایمان لازم دی خو تر مثالونو ور ها خوا همدا ذات چي موږ ایمان پرې راوړی دی موږ ته لارښود��ه کوي او امر راته کوي چي:
﴿وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ﴾
ژباړه:«او د هغوی (د مقابلې) لپاره هر څومره ځواک چې مو په وس کې وي، چمتو کړئ.»
د هرې زمانې ځواک، ضرورتونه او اړتیاوي بدلېږي
دا به ناپوهي وي چي د ټانک، توپ، طيارې او کمپيوټر په زمانه کي موږ توري او اسونه زده کوو
دنیا دارالاسباب ده او د نړۍ اکثر اسباب داسي جوړ سوي دي چي ښه و بد د مالک او خاوند لاس ته سپاري
که په ټوپک د یوې خوا جهاد کېږي، کفر په ماتېږي خو له بلي خوا يو بې ګناه عام مسلمان هم پرې شهید کېږي
دا بدي د ټوپک نه ده، دا يې د مالک او استعمالوونکي ده
دا هوښياري نه ده چي موږ د عصري سامونو��و د تاوانونو په خاطر له هغوی تېښته غوره کړو او خلک ترې منع کړو
دښمن موږ داسي نه پرېږدي
دا ��اسي مثال لري لکه ته چي خپل مقابل ته خپل لاسونه تر شاه وتړې او بیا میدان ته ورشوه سې
د عقل تقاضا دا ده چي د هرې زمانې له اړتیاو او ضرورتونو سره سم مخته ولاړ سو او خلک د هر وخت د خپلو اسبابو په ګټو او تاوانونو خبر کړو او د سم استعمال لارښودنه يې ورته وکړو
و ما علینا الاالبلاغ....
هره کیسه او هره اورېدل سوې خبره نورو ته د رسولو او کولو نه وي، ډېر خلک ستاسو د خندولو لپاره، یا تاسو ته د ځان مهم ښودلو لپاره او یا ��تی ستاسو سره د چاپلوسۍ لپاره تاسي ته ډول ډول کیسې کوي
ستاسو هوښياري به دا وي چي د هغوی هره ویل سوې کیسه په هر مجلس، هر ګودر او ممبر بیان نه کړئ
مسلم شریف د رسول الله ﷺ يو حدیث رانقل کړی دی
«كَفَى بِالْمَرْءِ كَذِبًا أَنْ يُحَدِّثَ بِكُلِّ مَا سَمِعَ»
ژباړه " د انسان لپاره همدا دروغ بس دي چي هر څه واوري هغه نورو ته بیان او نقل کړي "
خپل حیثیت د ټيټو خلکو د بې حیثیته کیسو په بیانولو مه داغداره کوئ!