د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې د عمران خان له بندي کېدو درې کاله وروسته باید دا وکتل شي چې دغه کار پاکستان ته ګټه کړې او که یې زیان رسولی.
د هند حکومت د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ څرګندونې چې د هند او افغانستان د اړیکو په اړه یې کړې وې، رد کړې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا څرګندونې د پاکستان اندېښنه او وېره ښيي چې د هند او افغانستان د مخ پر ودې اړیکو له امله یې لري.
قطر د خیبر پښتونخوا د سوات په سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز وروستی برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هېواد یې د ترهګرۍ، تاوتریخوالي او جنایي کړنو پر وړاندې کلک دریځ لري او دا ډول بریدونه په هر نوم او دلیل چې وي، ردوي.
د رویټرز د راپور له مخې، ایران او عمان د هرمز تنګي د بیا پرانیستو لپاره پر یوه موقتي پلان خبرې کوي. د دې پلان له مخې، ایران غواړي د تنګي له لارې د تګ راتګ پر بهیر زیات کنټرول ولري.
د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا د ایران د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.
#شعورنیوز