خو دا یوازې د طالبانو او د هغوی محدود فکر دی چې زموږ د ټولنې پر مخ یې د تورې پردې غوړولې دي. دوی د تعلیم او پرمختګ پر وړاندې خنډ جوړ کړی، چې دا د افغانانو اصلي روح او کلتور نه، بلکې د هغوی ځانګړې ایډیالوژي ده.
داسې ځای کې د انسانانو تر منځ د پرمختګ، سولې او سوکالۍ لپاره ضروري اصول نه عملي کېږي. عدالت او مساوات د انساني ټولنو اساسي بنسټونه دي، او علم هغه رڼا ده چې ټولنه له تیارو څخه راوباسي. که دا درې شیان نه وي، نو هلته یوازې د زور، قدرت او بقا د جګړې اصول حاکم وي، لکه د ځنګله قانون.
مسئله په دې کې نه ده چې طالبا ن داسې یوه ډله ده چې نور ملتونه د دوی په ناپوهۍ پورې خاندې. اصلي ستونزه دا ده چې دا ډله خپله ناپوهي نه ویني او ځان پوه ګڼي.
بلکې هغه خندا چې نور ملتونه یې په دوی کوي، د دوی په نظر یوه “دسیسه” ګڼل کېږي.
زه د يو داسې شيخ لپاره د عالم لقب نه شم کارولی چې يوازې زاړه کتابونه حفظ کړي وي او د هغو محتوياتو تکرار خلکو ته د مطلقو حقايقو په توګه وړاندې کوي چې هېڅ ډول بحث او پوښتنه پکې جايز نه وي، او که څوک پرې نيوکه وکړي نو کفر او الحاد ورته وايي.