د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د کندهار له امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان سره یو ځای د ښار له لومړۍ او پنځمې حوزې لیدنه وکړه او د هغوئ چارې یې ارزیابي او ستونزې یې واورېدې.
له ښاغلي اندرابي سره ددې وزارت رئیسان هم وه او پر مهال یې د کندهار د پولیسو نظم او چارې وستایلې.
د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان د کندهار – روزګان د لو��ې لارې د کنډک قوماندان نظر محمد وطنپال او د ۰۱ قطعې قوماندان احمد الله افغان ته د ترهګرو پر ضد د اغېزناکو اقداماتو له امله د کورنيو چارو وزارت له لورې منظور شوي فوق العاده د لومړۍ څارنۍ رتبې ورکړې.