په کابل کې د دوو محجوبو نجونو د وهلو وروستۍ پېښې وښوده چې لا هم د بشپړ شریعت د تطبیق په لار کې ځینې لوی خنډونه موجود دي. ویل کېږي چې پېښه د پرمختللي او تېزرفتاره سپین لنډکروزر له امله رامنځته شوې ده. نو ښکاري چې اصلي ستونزه بیا مباح علم په وسایلو او تولیداتو کې ده.
که لنډکروزر او پوخ سړک نه وای، نو نجونې به هم نه وهل کېدې او نه ټپي کېدلې. له همدې امله د بشپړ استخباراتي شریعت غوښتنه دا ده چې لومړی دا زري لنډکروزرې او موټري ممنوع اعلان شي. ځکه دا د دنیا د جاه او جلال، قدرت او امتیاز هغه نښې دي چې د سادهګۍ، تقوا او زهد له روحیې سره چندان مناسبت نه لري.
خو بیا هم احتیاط واجب دی. که موټرونه ختم شي او سړکونه پاتې شي، ښايي سبا کوم بل موټر پیدا شي. نو غوره ده چې پاخه سړکونه هم بېرته خپل اصلي او شرعي حالت ته راستانه شي، ترڅو د سرعت، غرور او ټکر ټولې دروازې وتړل شي.
هسې هم دا سړکونه د جګړو پر مهال څو ځله د زړو بوشکو په استشهادي برېدونو کې د اصلي طبیعت تر دروازې رسېدلي وو، اوس یوازې وروستۍ مرحلې ته اړتیا لري ترڅو دا پروژه بشپړه تطبیق شي.
وزیران، والیان او نور چارواکي دې د اوښ، خر او آس له لارې دفترونو ته تګ راتګ وکړي. که څوک ډېر د تقوا او ذهد څخه کار اخلي او دولت مصارفات هم سپموي نو پیاده دې ولاړ شي. په دې برخه کې د بهرنیو چارو وزیر صاحب د ستاینې وړ دی. نوموړي څو ځله د لنډکروزر پر ځای لومړی موټرسایکل او وروسته پیاده تګ تجربه کړل. دا د اصلاحاتو یو مهم پیل و، خو ښکاري چې لا هم په ټولو ادارو کې په منظم ډول نه دی تطبیق شوی . په دې توګه به هم د ولس او واکمنانو ترمنځ واټن کم شي او هم به د لنډکروزرونو له ناڅاپي ټکرونو او خطرونو څخه محجوبې مېرمنې او ولس خوندي پاتې شي.
زما په اند، تر څو چې لنډکروزر د زهد او تقوا پر اوښ نه وي بدل شوی، د شریعت د بشپړ تطبیق دعوه به لا له وخته مخکې وي.
نور یې په دعا ختموو چې؛
اللهم احفظ أميرهم من فتنة السيارات المصفحة ومن شرّ الشوارع المُعبَّدة، فإنهما من أعظم معوّقات التطبيق الكامل للشريعة.
داسې اوریدل کیږي چې د افغانستان قومي مشرانو پرېکړه کړې چې د هبت الله ملیشو څخه د هرات د واقعې غچ واخلي. دا چې څه پلان لري او یا کوم قومي لښکر له طریقه به وي او یا چې څه ډول غچ به اخيستل کیږي لا روښانه نه ده.
@RahmatAndar1 په اصل کې پاکستان خپله د روسیې نظامي تجهیزات له طالبانو له طریقه واردوي. دا چې پاکستان له امریکا لخوا اجازه نلري نو ځکه یې دا طریقه خپله کړه.