صدر ډانلډ ټرمپ د کېنېډا، مېکسیکو، چین او یورپي اتحاد په شمول یو شمېر ملکونو نه راتلونکو د اربونو ډالره سامانونو باندې ټېکسونه لګولي او وايي دا به د امریکې تجارتي خساره راکمه کړي، د ملک پېداواري صلاحیت به نور مضبوط کړي.
اقتصاد پوه محب اقبال نظر په هېلو وي او اې کې شریک کړئ
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ويلي، که د ترهګرۍ ناسور ختم نه کړل شو د ملک وجود ته خطره پېښېدی شي. هغه ويلي، د ملک ټول سياسي مشرتابه له به کېښناستل او د چېلنجونو جاج اخستل وي خو وايي غټ چيلنج د اتفاق کمی دی۔ نور حال د ډيوه خبريال حفيظ الله ستوری شېراني په خپل رپورټ کې راکوي
د روس صدر پوټن دامريکا صدر ډانلډ ټرمپ د ډز بندۍ وړانديز منلې خو وېلي دي چې د يوکرېن سره دوامداره امن لپاره به نور کار کول وي. امريکا او په جګړه کې ښکېل روس او يوکرېن به وړاندې اوس څه ګامونه اخلي. د ډيوه همکار افتخارحسېن دغه پوښتنې ته ځواب په هېلو وي او ای خپرونه کې