نن یو څوک مې ډېر یادېږي
یاد یې سم پر ما ورېږي
له مودو یې دیدن قات دی
زړه زما ورپسې مات دی؛ او
نن یو څوک مې ډېر یادېږي
هېڅ له ما نه ـ نه هېرېږي
کبرجن غوندې انسان دی؛ خو
پر ما باندې ډېر ګران دی؛ او
نن یو څوک مې ډېر یادېږي
تل مې سترګو کې غږېږي
په خوبونو کې یې وینم
په خیالونو کې یې وینم؛ او
نن یو څوک مې ډېر یادېږي
زړه مې تل پسې ژړېږي
خو له ما نه مرور دی
ژوند زما ټول در په در دی؛ او
نن یو څوک مې ډېر یادېږي
زړه زما پسې خوږېږي
روح زما پسې خفه دی
زړه مې ټول ذره ـ ذره دی؛ او
نن یو څوک مې ډېر یادېږي
رنګ مې ورځ په ورځ بدېږي
تمام ژوند مې یو عذاب دی
له غمونو ډک کتاب دی
نن یو څوک مې ډېر یادېږي
وایم؛ دا به څنګه کېږي؟
چې مې کله را په زړه شي؛ نو
را یاده دا ټپه شي
بیا به دې نوم په خوله وانخلم
که د شیدو د سر پېروی شې میئنه!!
نبی کريم ﷺ فرمايي:
څوک چې په استغفار کې لګيا وي، الله ﷻ به د هغه لپاره د هرې تنګۍ نه د وتلو لاره او د هر غم نه د خلاصون ذريعه جوړه کړي او د داسې ځای نه به ورته رزق ورکړي چې هلته به د ده ګومان هم نه وي.
(رواه احمد عن ابن عباس)