د نورستان په ځنګلونو کې د اورلګېدنې د مهار په اړه عام خلک او چارواکي ضد او نقیض څرګندونې لري.
د نورستان اوسېدونکي وايي، د دې ولایت په واما او نورګرام ولسوالیو کې د ځنغوزیو او نښترو په ځنګلونو کې له تېرو څو ورځو راهیسې اور لګېدلی، چې لا هم نه دی مهار شوی.