نبیل صیب په ټول احترام سره، د هرچا خپل تصمیم دی چې څه فکر او نظر لري او په کومه غونډه کې برخه اخلي یا نه.
د هرات د امنیتي ډیالوګ په هکله زما نظر دا و او دی چې پروسږکال چې مونږ ګډون وکړ، یو شرط یې د ملي سرود مسله وه چې باید ملي سرود په پروګرام کې شامل وې او هغوي دا ومنله. خو سږکال دوی ملي سرود د پروګرام نه وویسته او هم یې قومي او تعصبي اجندا لکه د ملي کرکټ ټیم په ضد بیانیو ته ځای ورکړ. زما په اند داسې کنفرانسونه نور نشي کولې چې د افغانستان لپاره د بحران نه د وتلو لپاره کومه موثره او مثمره نسخه وړاندې کړي او مثمر واقع شي.
عاقبت به خیر