ډير مې وژړل، پرون مې د بيت المقدس انځور ټويټ کړو ما ويل چې دا درسره ريټويټ کړئ.
ډيرو خلکوو ددې په خاطر ريټويټ نکړو چې اکاونټ به راته بند کړې.😢💔
الله اکبر
استغفرالله
د قطر د لبنياتو، ذراعت، خوړو او .. ټوله اتکاء پر سعودي عربستان وه، په اوبو کي دغه ګير هيواد يوازي له سعودي سره ځمکنی سرحد او لاره لري.
يو دم؛ کلونه وړاندې سعودي او اماراتو ځمکنۍ او هوايې لاري پري بندي کړي.
قطر سختي وګالله، الوتکو او بيړيو کي يې سبزي او اړين ابتدائی خوراکي توکي
پر مکې مکرمې یي طواف کاوه ، یو سړی یي ولید چې شلیدلې جامې یي دي، أو ناکاره څپلۍ یي په پښو دي، د غربت أثار پر ښکاره دي، ډېر زهېر أو دردمن حالت یي دی ، دی ور نیږدې سو ، ورته ویي ویل: کومه أړتیا خو نلرې ، زه دې په خدمت کي یم، درته پوره کوم یې.
هغه په تعجب أو قهر سره مخ پر راواړوه، ورته ویي ویل: أیا له رب جل جلاله څخه نه شرمیږې چې د الله جل جلاله په کور أو د هغه په حرم کي زه خپله أړتیا و تاته وړاندي کړم؟
د هغه په دې خبره ده ډېر د شرم أو خجالت احساس وکړ ، خپل طواف یي پوره کړ ، کله چې هغه له حرم څخه ووتی، دی ورپسي ورغی ورته ویي ویل: په حرم کي دي راته و نه ویل ، أوس راته ووایه کوم حاجت لرې چې در پوره یي کړم؟
هغه ورته وویل د دنیا حاجت مې یادوې أو که د آخرت ؟ ده ورته وویل د دنیا ، ځکه چې د اخرت حاجت یواځي له رب جل جلاله څخه غوښتل کیږي.
هغه ورته وویل: په رب قسم چې ما د دنیا حاجت له هغه چا څخه ندی غوښتی چې د دنیا خالق أو مالک دی، نو له هغه به یي څنګه وغواړم چې هغه هم زما په ډول مخلوق أو مملوک دی؟
ددې خبرې په أوریدلو سره دده أوښکې را توی شوې، ډېر یي وژړل ، بیا یي وویل أی کاش له دې منصب د خلافت څخه أو د خپل دې حاکمیت څخه سر په سر چې نه راته ثواب أو نه راته عقاب وي، د رب جل جلاله سره ملاقي شم.
پوهیږئ چې دا څوک وه؟ یو د خپل وخت أمیرالمؤمنین هشام بن عبدالملک وو ، بل د جلیل القدر صحابي عبدالله بن عمر رضي الله عنه ځوی سالم بن عبدالله وو.
د صالح حاکم أو صالح رعیت د تعامل یوه نمونه وه ، حاکم یي د ظاهري حال په لیدلو پوښتنه کول ، د رعیت هم ټوله غم أو هم د خپلي خیټې نه وو ، أو نه یي خپل هر فریاد د حاکم و دربار ته وړاندي کاوه.
المصدر: سير أعلام النبلاء