د ډیورنډ کرښې افغانستان اړخ کې د ملکي تاسیساتو او کورونو زیانمنېدو او بشري حالت د خرابیدو په اړه د اوچا پر اندیښنو نور حال سمیع الله موسی زی له کابله در کوي:
@Mohamma61363694 دوی داجغل او نور ریګ وړی دا ددوی شخسی نه دی دا دولت مځکه ده داباید څه قیمت یی ورکړی دوی هر څه مفت غواړی داسی نه ده دا په هر دولت کی داسی وه
د افغانستان او پاکستان شخړه د حق او باطل له نظره ووینئ – مفتي ندوي
د هند نومیالی دیني عالم مفتي سلمان احمد ندوي په خپل یوټیوب چینل کې د ۱۴ دقیقو ویډیوي وینا پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو او شخړو په اړه د پاکستان پر پوځي رژیم سختې نیوکې کړي او کړنې یې «تېریکوونکې او بې رحمه» بللې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان پوځ د خپلو خلکو د ګټو پر ځای د بهرنیو قدرتونو له اهدافو سره سم حرکت روان ساتلی دی.
دې دیني عالم دا ټینګار هم کړی؛ د افغانستان اسلامي امارت له خپلې خاورې او هغه نظام دفاع کوي، چې ظلم او تېری پرې "پوځي یرغل" بولي او دا یې مشروع هم حق دی.
دغه راز هغه په پاکستان کې پر ځینو دیني عالمانو او سیاسي شخصیتونو هم نیوکه کړې او د سیمې د وروستیو بدلونونو په اړه یې د هغو د دریځونو پر بیاکتنه ټینګار وکړ.
مفتي ندوي په پای کې له ټولو مسلمانانو وغوښتل: اوسني پرمختګونه دې پر "بصیرت" وڅاري او د هغه څه پر وړاندې، چې هغه یې "بهرنی ظلم او نفوذ" بولي؛ شعوري دریځ خپل کړي.
#آریانانیوز #افغانستان #هند #پاکستان #شخړه #مذهبينړۍ