رئیس الوزراء محترم ملا محمد حسن اخوند حفظه الله د کابل ـ بګرام سړک جوړولو پرانېستې مراسمو ته په لېږل شوي پیغام کې ویلي چې دغه سړک یوه ستره او مهمه پروژه ده او عملي کېدل یې د اسلامي امارت په ژمنتیا دلالت کوي.
#زیات_مهم
د سیاسي چارو شنونکی ښاغلی حکمت الله حکمت تازه وایي:
پر پاکستان اصل فشار طالب وارد کړ، هغه کار چې تېر نظام نشوی کولی. د نوموړي په وینا چې تېرې ادارې بولدک او طورخم نشوی تړلی ځکه امریکا اجازه نه ورکول خو طالب دا کار وکړ.
جابر نعماني صاحب
د ملي دفاع وزارت د دفاعي پوهنتون د فراغتغونډې مراسمو کې فارغانو ته په خطاب کې ویلي، د کوم سیاسي او فردي امتیاز لپاره یې د دې نظام بقا نه ده تضمین کړې.
ښاغلی نعماني زیاتوي چې دا نظام د کومې معاملې په پایله کې نه دی راغلی.