لر او بر پکې پيدا کړو انگرېزانو
دا جمله مو له اوله بابړه ده.
د خيبر د حماسې بری غږېږي
هسې چې نه تل ترتله بابړه ده.
په زخمي خيبر مې اوښکې #ساده توی شوې
سره په وينو دا غزله بابړه ده.
زه لکه یو ویجاړ کور
هم ستا په انتظار به وم
چې کله به راځې؟
کله به ما وینې؟
کله به زما په غولي کې قیام کوې؟
او تر څو؟
اخر تر څو پورې به
ددغه کور کړکیانې...
د درد له زوره په خوځښت وي داسې؟
پابلو نرودا
#ژباړه