أفغانستان نن بيا لله الحمد په علمي ساحه کي د ظهور أو ځلېدو په حال کي دی، يو ځل بيا و خپل تاريخي علمي برم ته ور ګرځېدونکی دی، د کدرونو د قلم توري يي په نړيواله سطحه د بحث محور ګرځېږي، هووو. دا کتاب چې دا عرب عالم ور باندي تبصره کوي أو په أړه يي وايي« دا يو داسي کتاب دی چې نظير يي ډېر کم د هغو علماؤ په کتابونو پيدا کېږي چې د قضاء تاريخ يي ليکلی» دا کتاب د هيواد د قاضي القضاة شيخ عبدالحکیم حقاني حفظه الله دی.
دا تسلسل دي رب ج دائم او مستمر ولري.
نه جاپانیان نابغه ګان دي او نه موږ کور مغزه یو!
زموږ او هغوی ترمنځ یواځینی توپیر دا دی، چې هغوی مات شوی سړی تشویقوي، ترڅو کامیاب شي،
خو موږ له کامیاب شخص سره تر هغې جنګیږو چې ماته وخوري.
هیله ده چې تلویزوني خپروني ونه کړي او د لا نور پر مختګ لپاره پرې کار وشي.
امام بخاري «رح» چې کله په امتحان او ابتلاء کې ښکېل شو، خلکو او شاګردانو یې ورته وویل چې موقف او دریځ دې بدل کړه! لږ له نرمي نه کار واخله! له رخصت څخه کار واخله کنې د خلکو ارادې درته ښې ندي امام بخاري د میړانې او غیرت هسک څلي ورته وویل: #الحق_أحق_أن_يُتَّبع یانې ماته حق تر ټولو