۲
د ډېر تجروبو خاوند ښه ډېر مراقبه ؤ
د شمس ډکې له راز او کرامته دي خبرې
جلوو یې د هوس هندارې ټولې کړلې ماتې
خبرې دي خبرې له سیرته دي خبرې
بدري تکل پر خوله د خاموشۍ مهر وهلی
دا ځکه نن سبا بې روایته دي خبرې
۱
دا څه ځوږ انګولاده او اوچته دي خبرې
په تا پسې شروع له هر جهته دي خبرې
ته خپل د قافلې مهار مظبوط کړه مزل کانده
د پس خلکو له خوی او له خصلته دي خبرې
حالات لکه سراب رقیب وچ حلق پکې ایسار دی
رښتیا چي د حالاتو له فطرته دي خبرې