هرات ، حجاب او ګنګوسې .!
بسم الله الرحمن الرحیم °
وَعَسَىٰ أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ وَعَسَىٰ أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ ۗ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تعلمون °
کېدای شي تاسې یو شی بد وګڼئ حال دا چې هغه ستاسو لپاره خیر وي او کېدای شي یو شی خوښ کړئ حال دا چې هغه ستاسو لپاره بد وي . الله تعالی ښه پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ .
د افغانستان اولس دی هغه تورې ورځې نه هیروي چي اشغالګرو او لاس پوڅیو جمهوریتپالو به ټول نارینه په یو مسجد یا کور کې وتړل او په ساعتونو به یې په خپلو ښځینه و لوڼو او خویندو حال نه درلود ، تنکي ځوانان زامن به یې ورک شول بیا به یو پوسته کې ولیدل شول او د خپل اولس په وړاندی به جنګیدل تعلیم او روزګار د مور او پلار خدمت به ورڅخه پاتي وو نن هم په پاکستان کې د لسو زرو کالدارو او يوې ګولۍ مړۍ لپاره د خپل دین او خاورې په ضد روزنه ورکول کیږي .
حجاب الهي امر او ستر نعمت ده د ستر رب شکریه ادا کړئ چي دومره څوک شته چي زما او ستا د عزت ساتنې غم ورسره ده .
د پردیو شومو تبلیغاتو او مرموزو اهدافو لپاره ځان د خپل نظام په مقابل کې مه اچوئ ...
د درک په هیله
ډاکټر احرار
اسلامي امارت دی تل تر تله وي .!
د بیشمیره سترو قربانیو په مټ راغلی اسلامي نظام دی تل حاکم او بریمن وي .
افراد مهم ندي د ژمنو او مخلصو هیوادوالو دی رب حفاظت وکړي .
خپله مې د ځان اړوند نظر داده که زما کړنی د یاد نظام په ضرر وي په شعوري یا غیر ارادي ډول ستر رب دی یو دقیقه ژوند هم نه راکوي تر څو اولس له شته امنیت او نسبي عدل څخه محروم نشي
او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د قول مطابق هغه څه چي ځان ته خوښوې هغه خپل مسلمان ورور ته هم خوښ کړه .
یوه طالب مشر ته دی ستر رب د کران هیواد او اسلامي امارت په زیان او ضد د کړنو توفیق نه ورکوي ..
د افغانستان او اسلامي نظام د بقا او بریا په هیله ...
که افغانستان ارام و موږ دی هم یو که وطن نا ارامه کیږي موږ دی نه یو ....
ډاکټر احرار
کوږ بار تر منزله نه رسیږي ...!
فتنة الپنجاب پخپلو نیابتي او پراکسي کړنو او مکروه مقاصدو تل د افغانستان او کشمیر د اشغال او تر خپل تاثیر لاندی ساتلو کوشش کړی ده .
د خپلو غلطو پالیسیو له امله یې نن په کور دننه پاړسوب د چاودلو کچې ته رسیدلی ده او ډیر ژر به د بنګال په څیر لمړی کشمیر بیا پښتونخوا او بلاخره بلوچستان له لاسه ورکړي .
دا هغه وحشي او دهري پدیده ده چي هیڅکله یې پر خپل اولس رحم نده کړی ....
نن یې په کشمیر کې په درجنو ځوانان شهیدان کړي دي او کشمیریانو په متقابل تند غبرګون کې په لسګونو فوځیان یرغمل نیولي دي ...
دغه کوږ بار نور تر منزل وړاندي د پاشل کیدو په حال کې ده ....
د مظلومو افغانانو د پنځوس کلن انتقام په هیله
ډاکټر احرار
د امریکا او مزدورانو یې د زوال وختونه .!
امریکا بلوڅ ازادي غوښتونکي د ترهګرو په فرمائشي لسټ کې و نه شمیرل .!
بلوڅ زموږ اسلامي او دیني وروڼه دي او د فوځي رژیم د ظلم او بربریت خلاف يې مبارزه برحقه او خبلواکي یې مسلم حق ده .
دا هغه څه دي چي زموږ د هیواد والو ډیر ارمان او اړتیا ده او له څو کالو یې د دفاع وزارت مسؤلین په لټه کې وو
ښکاري داسي چي د دی ملنګانو او پر وطن مینو پلټونکو زيار نتیجه ورکړي ده او د دی پاکې خاوري ازلي دښمنان په چیغو سر دي ..
او دا چیغې او بغارې بې څه نه دي دا دافغانستان د فضایې حریم د ساتنې تضمین ده ..
ان شاالله العزیز
بې برده باره او بې شعوره سیاسیون .!
د افغانستان اسلامي امارت د دفاع محترم وزیر په وطني مینه ناکه اصطلاح " ملا یعقوب اخند " او مسکو ترمنځ د نظامي تخنیکي هوکړې وروسته د پاکستاني یهودي رژیم عسکري او سیاسي قیادت ، مدني فعالین ، تحلیل ګر او جورنالستان په یوه خوله او یوه عقيده پر یوه نقطه ږغيږي او تبصرې کوي یاد هوکړه لیک یا تړون د پاکستان په زیان ده او دا څومره خطرناک ده زه حیران پاتي یم یوه اونۍ له دی موضوع تیره شوه حتی یو کس هم پیدا نشو چي و وایې وه وروره افغانستان آزاد او خپلواک هیواد ده د خپلو پریکړو څښتن ده او د ځان دفاع ته مجبور ده او دفاعي تړون یې د هیچا په ضرر نده .
او یا خپلو پاکستاني تحلیلګرو ته و وایې چي فوځ مو د افغانستان هره سیمه په ډیر غرور بمبارد کړه وروره افغانان مجبور شو د ځان د دفاع لپاره له یو هیواد سره خبره وکړي دی ته داسي رنګ ورکول چي ګواکي دا د پاکستان په زیان ده خپله د پاکستان او د فوځ سپکاوی ده ...
عجیبه ده یو ملا یا مفتي یې پیدا نشو چي دی احمقانو ته و وايې چي تاسو د کوم تړون لمخی طمع لرۍ چي افغانستان به هیڅکله د ځان دفاع نه کوي او د پاکستان چي څه زړه غواړي هسي باید وکړي ..
لږ دقت په کار ده دغه یو تعداد ګلخانخیل ملایان او تحلیلګر لکه حسن خان او طاهرخان باید د پاکستان مشرانو ته و وایې چي بهایی شرم په کار ده سوچ په کار ده او وخت ته انتظار په کار ده ....
موږ به د خپل دین او خاورې د دفاع لپاره داسي ډیر تړونونه نور هم لاسلیک کړو چي دا به زموږ په ګټه وي او له دښمن پرته بل چاته به یې هیڅ نوع زیان متوجي نه وي .....
د لا بریا او وړتیا په هیله
د دښمن د چغارو او کوکارو په هیله
ډاکټر احرار