#زموږ دغه معزز وطنداران ولي په پاراډاکس کي بند دي
هر وخت وایي چي هغه غاړه پښتانه نه غواړي افغان تذکره و لري.
نن دوی دواړه هم کوفي صاحب او هم اندېشه صاحب ولي دونه حساس او اندېښمن سوي چي ولي ها غاړه محکوم افغانستان د تذکرې اخیستلو ویلي، ما ته یوه خبره جالبه ده زموږ د اوسنیو واکمنو سره تر ټولو جدي ستونځه دا ده چي پاکستانی لاس یې بولو مګر د دغو جنابانو مخامخ په خپله خوله د پاکستاني نرټیو چي پنځوس کاله افغان ولس او هیواد پر برباد دئ شا ته ولاړ دي او ملاتړ یې کوي، ایا دا نه ښکاري چي زموږ مشکل له واکمنو ایډیالوژیک او د دغو عزیزانو شخصي او نور مسایل دي؟
@Amanullahomar3 بلکل.
یوه ژبه هغه وخت پیاوړې کېږي چې ویونکي یې دورځني ژو��د، زدهکړې، سوداګرۍ او رسنیو په ټولو برخو کې وکاروي. پښتو هم له دې قاعدې استثنا نه ده. پښتو د نړۍ له سترو ژبو څخه ده او د لا ډېرو معیاري علمي، رسنیزو، او کلتوري فعالیتونو ظرفیت لري. خصوصي رسنۍ او لیکوالان باید ګډ کار وکړي.
سعدي وایي: «من آنم که دانم»، نو ځکه پاکستان باید د پاکستانیانو د خپل تفکر، دریځ او ژبې پر بنسټ وپېژنو. د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر او د افغانانو قاتل جنرال حمید ګل په رسنیو کې په زغرده ویلي وو چې د پاکستان د پوځ هر مشر د امریکا په امر ټاکل کېږي، او پاکستان له امریکا پرته اصلاً دوام نه شي کولی.
افغانان د خپل هېواد په اړه هېڅکله د کمترۍ او حقارت داسې احساس نه لري. افغانستان د امریکا له امپراتورۍ مخکې هم موجود و، او له دې امپراتورۍ وروسته به هم خپل دوام ��لري؛ خو د پاکستان په اړه دا خبره صدق نه کوي ځکه دوی خپله بقا امریکې پورې تړي.
یکی از ناممکنها این است که، افغانستان هرگز خراسان نخواهد شد؛ و دوم اینکه خطِ فرضیِ دیورند هیچگاه بهعنوان مرز واقعی و قانونی میان افغانستان و کشورِ ساختهشدهٔ پاکستان پذیرفته نخواهد شد…..
بیا هم د «ډیورنډ» په رابطه
دا ځینی کسان چې غواړي د ډیورنډ فرضي کرښۍ په اړوند «حاتم بخشی» وکړي، نه د قضیې د تاریخي پس منظر څخه آګاهي لري، نه په نړېوالو اړیکو کې د دا شان پېچلو او سختو مسایلو د منطقي حل لارو چارو سره خبر دي او نه هم د پاکستان د اوږد مهاله او ستراتېژیکو موخو څخه کافي مالومات لري.
د ډیورنډ مسأله یوه ژوره، حساسه، تاریخي، سیاسي او ملي قضیه ده چې په «بخشش»کولو سره نشي حل کېدای.
د نړۍ په تاریخ کې ډېر مثالونه شته چې حتا یو عادی سرحدی اختلاف، د ملي ګټو په رڼا کې، اوږدو مذاکراتو او اصولی حل ته اړتیا لری.
په مشخص ډول، مثلآ افغانستان که څه هم له ایران سره منل شوې رسمي پوله لري، خو د ۱۹۳۵ م کال را پدېخوا د اسلام قلعه- دوغارون په سیمه کې، شاوخوا ۲۰۰ جریبه ساحه باندی سرحدي اختلاف شتون لري، چې د ۹۰ کالو په تېریدو او اوږدو مذاکرا��و سره سره، لا هم یو اصولي او معقول توافق تر لاسه شوی نه ده.
مطلب دا چې، د افغانستان هر لویشت خاوره که د ډیورنډ له تاریخي او اوږدې قضیې سره رابطه لري او یا هم په اسلام قلعه- دوغارون کې نسبتأ یو کوچنی سرحدي اختلاف، په حقیقت کې د افغانستان د اراضي او خاوری مسئله ده چې هیڅ فرد او یا ډله یې د معامله کولو صلاحیت او اختیار نه لري.