«د أحد ورځ ځکه سخته وه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم أویا تنه ملګري صحابه کرام پکښي په شهادت ورسېده، مخ مبارک یي زخمي سو، بعضي غاښونه یي مات شوه، د زغرې یوه حلقه یي په سر مبارک باندي ولګېده سر یي زخمي شو» نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په جواب کي ورته وویل: ستا له قومه یعني له قریشو مي ډیر أذیتونه او تکلیفونه لیدلي دي، خو تر ټولو مي سخت تکلیف د عقبة په ورځ ولیده. «دا هغه ورځ وه چې رسول صلی الله علیه وسلم د عَقَبې و څنګ ته په منیٰ کي و دریدی، او خلګ یي و اسلام ته را دعوت کړل، مګر هغوی د اسلام راوړلو پر ځای و علیه السلام مبارک ته أذیت ورسوه، بد او رد یي ورته وویل، له هغه وروسته بیا و طائف ته ولاړی، هلته یي هم تکلیفونه ولیده، چا یي ملګرتیا و نکړه»
چې کله مې خپل ځان پر ابن عبد يالیل باندي عرض کړ ګوندي پناه راکړي، هغه راته جواب رانکړ، له هغه څخه په داسي حال کي روان سوم چي د غم او فریشانۍ را باندي آخيري حد وو، همداسي غمجن تري روان وم چې کله مي پام سو و قرن الثعالب نومي ځای ته رسېدلی وم، هلته مې سر پورته کړ وریځ مي ولیده او هغې راباندي سایه کړې وه، ورته و مي کتل جبرئیل عليه السلام پکښي وو، را ته ږغ یي کړه چې الله رب العزت ستا د قوم خبرې واورېدلې چې تاته یي وکړې، او ته ورڅخه نا أمیده روان سوې، الله رب العزت و تاته د غرونو ملکه رالیږلې ده چې څنګه دي خوښه وي هغسي أمر ورته وکه، بیا د غرونو ملکې را ته أواز وکړ او سلام یي را باندي ووایه، او راته و یي ویل چې زه رب تعالی ددې لپاره را لیږلی یم چې ته راته د څه أمر وکړې هغه پر ځای کړم، که دې خوښه وي دا دوه أخشبین ـ دوه غرونه دي چي پر مکي مکرمي را ګرځیدلې وه ـ دا به د مکې پر قریشو راولم. رسول صلی الله علیه وسلم ورته وویل: زه الله تعالی ته أمید لرم چي د همدوی له نسله به رب تعالی داسي څوک را وباسي چې یواځي د رب تعالی عبادت به کوي او هغه ته به شریک نه نیسي.
متفق عليه.
#ليلة_الجمعة الصلاة على رحمة للعٰلمين ...