دی ګوډی دداخله وزارت په دروازه او په کرول یی اجازه غوښته چی دننه لاړ شۍ خو مجاهدينو اجازه نده ورکړي او تلاشي یی هم نه ورکوله.
پس له هغه په تیښته بریالي شوی
چيک پاینټ یاران دی خبر وی.
د خطر زنګ؛
او پښتون-ضد روایات
اول خو شل کاله جګړه خاص په پښتنو تحمیل شوه؛ ودونه یې بمبار شول، خړپړ بزګران یې د ترهګرو په نوم زندانونو ته ��اړل او په وچ زور د وسلې پورته کولو ته مجبور شول. امریکایانو اکثریت ضعیف او اقلیت داسې لېوني واک ته ورساوه چې آن د ټول عمر لپاره یې د جمهوریت چوکاټ د دوی په لاسونو بدنام کړ.
اوس چې یو ځل بیا پښتنو ته لوی تاریخي مسولیت ور تر غاړې دی، نو زیات مسول دي چې هر طرف ته فکر وکړي او هم له خپلو ترخو تجربو درس واخلي. بل خوا هر طرف داسې ناځوانه مخالفان په مورچلونو کې ور ته ناست دي چې هم له افغانیته منکر دي، هم په ملي ارزښتونو ریشخند وهي او هم د خپلو سرحدونو خرڅولو ته اماده دي. په دغسې یو نازک حالت کې موږ ته بویه چې ډېر ځیرک واوسو.
تاسې به پام کړی وي چې د افغانستان او افغانیت دښمنانو په تېرو دوو هفتو کې هم د افغانستان د خاورې د خرڅلاو وړاندیز پاکستان ته وکړ، په کرکټ پسې یې را وخیسته او هم په اسلام اباد کې د افغانانو او خصوصا پښتنو د بدنامه او غیر متمدن معرفي کولو هڅه وشوه چې له ګوټ ګوټه یې خلک ور ته را غوښتي وو.
دا هر څه نه تصافي دي او نه هم دومره ساده دي لکه څنګه چې موږ فکر کو��. ټولې نړۍ افغانستان ته سترګې وازې نیولې دي او د افغانستان د نسبتاً نامعلوم برخلیک په لورې یې مخ اړولی دی.
په دې وخت کې افغان واکمنانو ته په کار دي چې د خپلو بې منطقه دښمنانو او پردیو دلالانو د سوداګرۍ مخه ونیسي او داسې دلیل په لاس ور نه کړي چې افغانان پرې پړه وبولي.
افغانستان د یوه تاریخي ګړنګ پر غاړه ولاړ دی، خو دا داسې ستونزې نه دي چې موږ یې حل نه شو کړای، او نه مو هم دښمنان دومره اغېزناک دي چې ډېر څه وکړای شي، د دوی لوی کار دا وي چې افغانیت مسخره کړي او د خاورې د خرڅلاو په بدل کې خپل وطن ته جنګ راوړي.
د نجونو د تعلیم مساله هغه سره کرښه ده چې ټولو ښو خلکو، دلالانو، دښمنانو، دوستانو او هر سړي لاس پسې نیولی دی. هر څومره ژر چې کېدای شي، باید دا ستونزه حل شي. خدای مه کړه دا د خطر زنګ په زلزله بدل نه شي. د تاریخ د دې فصل مسولیت په ټوله معنا پښتنو ته ور ��ر غاړه دی او مدبرانه یې باید تر سره هم کړي.
@RahmatAndar1 @MajeedQarar @Malala @JalalAhmadullah @MJalalAf @rangeeza @ManzoorPashteen @TheLostJalalzai @khalidzadran01 @sohailnoorkhan