ابن عمر رضی الله عنه فرمایي: رسول الله ﷺ د هر مسلمان غلام او آزاد، نارینه او ښځینه، کوچني او لوی باندې یوه صاع خرما یا یوه صاع جَو د صدقة الفطر په توګه فرض کړی دي او حکم یې کړی چې دا باید د د اختر لمونځ ته له تللو مخکې ادا کړل شي.
(۱ صاع ≈ ۲.۷۵ کیلو)
(بخاري ۱۵۰۳، مسلم ۲۲۷۸)
حضرت عائشه رضي الله عنها روایت کوي:
"ما رسول الله ﷺ ته عرض وکړ: اې د الله رسوله!
که زه پوه شم چې کومه شپه د قدر شپه ده،
نو په هغې ش��ه کومه دعا وکړم؟"
نو رسول الله ﷺ وفرمایل:
وایه: اې الله! ته ډېر بښونکی یې، ته بښل خوښوې، نو ما وبښه."
(سنن ابن ماجه: 3850، جامع الترمذي: 3513)
رسول الله ﷺ فرمایي: یقینا په بدن کې د غوښې یوه ټوټه ده، که هغه اصلاح شي، نو ټول بدن اصلاح کېږي، او که هغه خرابه شي نو ټول بدن خرابیږي یقینا دا زړه دی .
(” متفق علیه “)
رسول الله (ﷺ) فرمائي!
څوک چې جنت ته داخل شي د هغه لپاره به آرام وي،
نه به خفه کیږي، نه به یې کالي زړیږي او نه به یې ځواني فناء کیږي .
(” رواه مسلم : ۲۸۳۶ “)
@islamfans22