یک شهروند افغان در ایران، با فرستادن این ویدیو به افغانستان اینترنشنال میگوید که هزاران مهاجر افغان در اردوگاهی در کرمان بدون آب و نان نگهداشته شدهاند.
به گفته این شهروند، مسئولان ایرانی این مهاجران را نه اخراج و نه هم از اردوگاه آزاد میکنند.
او این رفتار جمهوری اسلامی را «ظالمانه» میخواند.
ملي مشر منظور پښتین او د قامي محکمې طرحه
جولائی 13, 2024
ډېرو پوښتنې کړې وې چې قامي/قومي عدالت/ محکمه یا محاکمه به څنګه جوړیږي او مانا یې د منظور پښتین له خولې څه ده؟
دا موضوع خو خپله منظور پښتین هم پخپله وینا کې ټکي په ټکي څرګنده او واضیح کړه خو زه یې د لوستونکو او هغوی چې بشپړه وینا یې نه ده اورېدلې دلته څرګندوم چې په دغه طرحه کوم کوم پړوانه او کړنلاره شامل دي.
منظور و ویل؛ د اکټوبر په ۱۱مه به قامي محکمه جوړیږي او تر هغې مخکې به دا درې میاشتې زه ضلع په ضلع یا سیمه په سیمه وګرځم او پښتانه به پرې دغې پړاو پوه او قانع کړم.
خو را به شو دغې محکمې ته، لومړی به وایي موږ د هر پښتون ګوند، هرې سیمې چې له سواته نیولې تر کویټې او وزیرستان او کوهاټ او بنو او د ټولو پښتون مېشتو سیمو او پښتنو قومونو استازي، د ځوانانو استازي، د پوهنتونونو د محصلینو استازي او د بل هر قشر استازي راوبولو او راټول به یې کړو.
بیا به ورته پر پښتنو د پنجاب ریاست له لوري د شوي هر ظلم او جبر او د هرې ناروا ښکاره ثبوت په یوه غټ سکرین کې ولګوو او داسې نه چې دروغ وي یا جوړې شوې صحنې وي، ټول به حقیقت او حقیقې تیرې شوې کیسې وي چې دغو پښتنو/ افغانانو زغملې دي او پرې تېرې شوې دي.
د دغه هر څه له لیدلو وروسته به بیا د هر ګوند او د هر قام خپلې خپلې خېمې وي او په دغو خیمو کې به د دوی ټول استازي وي، چې د ثبوتونو له لیدلو وروسته به ترې پوښتنه وشي چې اوس نور موږ تر دې وروسته څه وکړو؟
نو هغوی به خپلو خیمو ته ستانه شي او خپلو خپلو کې به سره سلا او مشورې وکړي.
منظور پښتین و ویل، موږ به دا پرېکړې نه کوو، پرېکړه به دلته د هر قام د استازي له لوري کیږي او په مشوره به کیږي.
بیا چې د دغه پښتون قوم له لوري؛ چې له ګڼو سیمو او ځایونو دلته راغلي، هره پرېکړه وشوه هغه به موږ ټول منو او عملي کوو به یې او د همدوی پر لار او پیروۍ او مشرۍ پسې به روان یوو.
منظور په وروستۍ برخه کې پر دې موضوع ټینګار وکړ او بار بار یې پرې تاکید وکړ چې ټول استازي او مشران او کشران به پر قران لاس ږدي چې خیانت یا غداري به نه کوي، له خپلې کړې ژبې به نه تیریږي، خپله ژمنه یا وعده به نه ماتوي او خرڅیږي به نه. ځکه د ټول قام د راتلونکې پرېکړه ده او د ټول پښتون نسل برخلیک ور پورې تړلی دی.
هغه، دې قامې عدالت یا محکمې ته د احمدشاهي پرېکړې او تاریخ د تکرار په نظر وکتل او اشاره یې وکړه چې دا به هماغې پرېکړې او تړون او ارادې ته ورته وي.
#منظورپښتین
ما 100 ځله ورته ویلې دې چې راشه که اسلام منې نو علماء به راټول کړو او په شریعت به پریکړه وکړو که دې پړ کړم سزا به راکړې او که مې پړ کړې نو زما ټولې شرعی غوښتنی به منی , خو د پاکستان ریاست نه خپل این یا قانون منې او نه هم اسلام ؟
@ManzoorPashteen
د اسلام او مسلمانانو په ضد د انګلستان 🏴په لاس جوړ شو وو هېوادونو لکه پاکستان 🇵🇰 او د اسرایلو 🇮🇱 په اړه تاریخې معلومات د ښاغلی انور شیرانی لالا له خولې واورې .