یک تنها د ګلو غېږ کي له خپل خیال سره زنګېږم
ملالۍ مي سي ترسترګو ګل یې ایښی پر ګرېوان دی
هم په ویښه هم په خوب کي خپل زلمي کلونه وینم
پېغلي ځي تر ښوونځیو ځوان مکتب لره روان دی
نه له شیخه څوک ډاریږي نه غړومبی د محتسب وي
شرنګاشرنګ د پایزېبونو هر ګودر یې غزلخوان دی
عبدالباری جهانی