لمړی: د اوربند په صورت کې به کوښښ وشي چې ښارونو کې حملې ترسره شې، ترڅو د طالبانو اتحاد تر سوال لاندې شي او نړۍ ته وښودل شي چې طالب مشران پر خپلو جنگیالیو کنترول نه لري، تر یوې رهبرۍ نه دې لاندې بلکې سره پاشل شوي دي.
دا حملې به ملي امنیت او سې آی اې په ګډه ترسره کوي او داسې ښکاري.
دا چې امریکایان او کابل حکومت په پرلپسې ډول د اوربند غوښتنه کوي، دا ځای د شک وړ دی او له دې څخه معلوميږي چې دوی د اوربند تر شا شوم هدفونه لري.
که طالبان تر توافق مخکې اوربند وکړي، د دې اوربند ګټه به امریکایان او کابل حکومت یوسي، زیان به یې یواځې طالبان وویني.