هولو کاسٹ، فل سطین، بوسنیا، برما، عراق، شام، کردستان، بنگله دیش، ویت نام، کشمیر د چاپان دوه شارونه لومڑی او دوهم نڑیوال جنگونه دا دی ٹولو جنکونو او نسل وژنی انځورونه، ویڈیوکانی او تاریخ مې لوستی دی، کوم جینوسائڈ کوم بربریت او ظلم چی په پشتنو افغانانو شوی دی په بل قام نه دی شوی
دا چې اروپایي هېوادونه او امریکا له طالبانو سره تعامل وکړي یا یې ونه کړي، او یا کله ورته ترهګر ووایي او کله د سولې کوترې، دا زما او ستا په لابي، زاریو او فرمایش نه بدلېږي، او نه هم څوک زما او ستا مشورو ته ارزښت ورکوي؛ هماغسې چې پخوا یې هم ارزښت نه ورکاوه. د لابي دا ډول هڅې که په هر نېت وي، د وخت ضایع کول دي او ولس ته ګټه نه رسوي. وخت، انرژي او تفکر باید په داسې ولسي انسجام مصرف کړو چې هم د دوام وړتیا ولري او هم د بدلون وړتیا.
هیواد مو په دې اندازه منزوي او پروټکټریت وضعیت کې حتی د شاه شجاع په وخت کې هم نه و. له واشنګټنه نیولې تر مسکو او تر بروکسل پورې، ټول د پاکستان بمبارۍ او زموږ پر ځمکنۍ بشپړتیا د پاکستان یرغل توجیه کوي. ځکه نو وایو چې په خپل مټ د ولسي انسجام پرته بل هېڅ زموږ لومړیتوب نه دی. د بهرنیانو دروازې مه ټکوئ!