DG AISRS | Former Amb to ISB | ex-@ACBofficila Chairman | Fmr Director of IR, AOP | Alum @UniofOxford @LSEnews| Writes on Politics & Connectivity | Fan of Rumi
عاشورا د حق په دفاع، د باطل او ظلم پر وړاندې د نه تسلیمېدو، او د عزتمن دریځ د ساتلو تلپاتې یاد دی. کربلا موږ ته ایثار، استقامت او قرباني را زده کوي، او د امام حسین رضی الله عنه او د کربلا د شهیدانو قرباني دا پیغام ژوندی ساتي چې د حق او د خپلو خلکو د عزت لپاره تر وروستي حده درېدل تر ټولو ستر موقف دی. د امام حسین رضی الله عنه او د کربلا د ټولو شهیدانو ارواح دې ښادې وي.
اسلام آباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي چې افغانې ښځې له اوږدې مودې راهیسې د افراط او تفریط ترمنځ قرباني شوې دي.
ښاغلي مشعل ټینګار کړی چې نه باید د دین په نوم ښځې له تعلیم محرومې شي او نه هم د ښځو د حقونو تر نوم لاندې له افغاني او اسلامي ارزښتونو سره ناساز بهرني نظریات ترویج شي.
د نوموړي په وینا، د ښځو د تعلیم حق سلبول د ټولنې له اړتیاوو او د علم له ارزښت سره په ټکر کې دي.
عاطف مشعل زیاته کړې چې د ښځو تعلیم باید داسې خوندي شي چې دیني ارزښتونه، کورنۍ، ټولنیز هویت او ملي وقار پیاوړی کړي، او په ورته وخت کې کې د زده کړو او پرمختګ لارې هم پرانیستې پاتې شي.
مشعل د ښځو د حقونو په اړه د متوازنې او اسلامي لارې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې افغانې ښځې باید نه د افراط او نه د تفریط قرباني شي.
افغانه مېرمن؛ د افراط او تفریط قرباني
لسیزې کېږي چې زموږ ټولنه، په ټوله کې، او افغانه مېرمن په ځانګړي ډول، د افراط او تفریط لومړۍ قرباني ده. له یوې خوا، د مذهب تر چتر لاندې د هغې د تعلیم له روښانه حق څخه انکار کېږي؛ او له بلې خوا، ځینې کړۍ د ښځو د حقونو په نوم د داسې پردي، فرسوده او له افغاني ـ اسلامي ارزښتونو سره نامتوازن فرهنګي تصور د ترویج هڅه کوي چې زموږ له ټولنیز واقعیت سره ژوره فاصله لري.
افغانه مېرمن نه د افراطي تعبیر قرباني کېدل غواړي او نه د پردي تمدني تقلید وسیله. هغه د دې مسلمان ملت د عزت، وقار او هویت برخه ده. زموږ ټولنه له پېړیو راهیسې مسلمانه ده؛ دلته د دین له اصولو ورهاخوا، د ښځې عزت، حیا او مقام د قومي، کلتوري او ملي هویت یوه اساسي برخه ګڼل کېږي.
له همدې امله، د افغانې مېرمنې د حقونو بحث باید نه د افراط له دریځه وشي او نه د تفریط له زاویې. د تعلیم حق سلبول د ننني عصر له ملت سره جفا ده او دا کار د شریعت د مقاصدو، د علم د ارزښت او د ټولنې د اړتیاوو له روحیې سره سمون نه لري. یو نظام باید د خپل ملت لوی تصویر وګوري؛ داسې تصویر چې پکې عزت هم خوندي وي، دیني اصول هم مراعات شي، او د علم، پرمختګ او ملي اړتیاوو دروازې هم بندې نه شي.
افغانه مېرمن د غربي مؤسسو او پردیو اجنډاوو په انحصار کې نه ده، او نه یې باید حقونه یوازې د هغوی له خولې تعبیر شي. دا حقونه باید د همدې ملت له دیني، ملي او ټولنیز چوکاټ څخه، په حکمت، اعتدال او مسؤلیت سره مطرح شي.
افغانه مېرمن تعلیم ته اړتیا لري، خو داسې تعلیم چې د هغې دین، عزت، کورنۍ، ټولنه او ملي هویت پیاوړی کړي؛ نه داسې لاره چې ټولنه وېروي او نه داسې بندیز چې ملت شاته پرېږدي. معقوله، متوازنه او اسلامي لاره همدا ده چې د ښځو د تعلیم، وقار او ګډون حق په داسې ډول تأمین شي چې نه د افراط قرباني شي او نه د تفریط.
Pakistan’s spokesperson asks what the methodology for measuring the death of women and children the UN uses for the Pakistani strikes in Afg… maybe their eyes?!
Ironically Pakistan is leaving no stone unturned for d success of US-Iran talks but makes it a point to not let its own talks with Afghanistan to succeed. Last time it had launched air strikes on Afg one day prior to Istanbul meeting & this time a day after d talks in Istanbul.
پاکستان تلاش میکند منشأ مشکلات خود را در افغانستان جستجو کند. هرچه افغانستان بهعنوان یک تهدید معرفی شود، سرمایهگذاری خارجی کاهش مییابد، روند به رسمیت شناختن کندتر میشود و ظرفیتهای اقتصادی آن با تأخیر فعال خواهد شد.
بیشتر بخوانید….
https://t.co/2QwIZfc8Ly
A very timely analysis published by Ambassador @MashalAtif on the @AISRS think tank. Afghanistan should be open to political, economic, and defense engagement and cooperation to balance its relations with both small and large powers.
Another realistic analysis beyond the “Cold War” mentality displayed by some shallow-thinking commentators who look at all matters within an East-West or narrow interest prism.
Time flies, Dr. Sahib. This photo brought back great memories from our AUAF days. I still remember those chemistry labs, always fascinating and my favorite science subject 🙂. And, of course, those early morning gym sessions that I somehow managed to be late for more often than not! 😄
We were proud of you then, and we are proud of you now. #AUAF #SGA_Awards
AISRS analyses the recent Afghanistan–Russia agreement and argues that it should be understood through the lens of strategic autonomy rather than alignment. As the international system becomes increasingly multipolar, states are diversifying partnerships to advance their national interests while avoiding dependence on any single bloc.
https://t.co/toGL2khVv0