ابن القيم رحمه الله وايي:
*"که فاسق (ګناهکار) سړی پوه شي چې په پاکدامنۍ کې څومره خوند، خوشالي، د زړه پراخي، او ارام ژوند پروت دی، نو به وويني چې کوم خوندونه یې چې د ګناه له ترلاسه کړي، هغه د هغه خوندونو مخې ته هېڅ هم نه دي چې ده له عفت نه له لاسه ورکړي."*
(نزهة المشتاقين ۱/۳۶۲)
امام ابن الجوزي رحمه الله وايي:
پوه شئ-الله دې پر تاسو رحم وکړي -چې زموږ په سردار محمد صلی الله علیه وسلم باندې د درود په ویلو کې لس فضیلتونه کرامتونه نغښتي دي:
(۱)-د جبار بادشاه (یعنې الله تعالی) له لوري پر خپل بنده درود او رحمت.
(۲)- د غوره پیغمبر صلی الله علیه وسلم شفاعت.