رسول الله ﷺ فرمایي:
څوک چې په قسم سره د مسلمان سړي حق ورنه واخلي، نو الله به هغه ته اور واجب کړي او جنت به پرې حرام کړي. یوه سړي وویل: یا رسول الله! که کم شی وي هم؟ هغه ورته وفرمایل: ان که د اراک ونې لرګی وي هم. (اراک د مسواک ونې ته وایي).
رواه مسلم
#پښتوحدیثونه
ابن تیمیه رحمه الله وايي:
د (امر بالمعروف او نهي عن المنکر) لاره د نرمي لاره ده، ځکه خو ویل کیږي چې په ښو امر او له بدو منعه پخپله منکر او بد کار مه ګرځوه.
(الامر بالمعروف والنهي عن المنكر لابن تيميه ص:17)
#پښتوحدیثونه
له عبد الله بن عباس رض څخه روایت دی چي،
رسول ﷺ به د سختۍ په وخت کي (دغه کلمات) ویل:
- لا إله إلا الله العظيمُ الحليمُ.
- لا إله إلا الله ربُّ العرشِ العظيمُ.
- لا إله إلا اللهُ ربُّ السماواتِ وربُّ الأرضِ وربُّ العرشِ الكريمُ. "
[رواه مسلم - (6345)]
#پښتوحدیثونه
رسول الله ﷺ فرمایي:
چا چې چاته ضرر ورساو، الله ﷻ به ده ته ض��ر ورسوي او چا چې پر چا سختي وکړه نو الله ﷻ پر ده سختي راولي.
صحیح الجامع:88،5
#پښتوحدیثونه
عمر بن عبد العزيز رحمه الله وایي:
مړي په قبرونو کې بندیان دي، هر یوه نه چې کوم زیاتی شوی په هغه پښېمانه دی. او د ژوندیو په هغه څه سره جګړه ده چې په هغه د قبرونو خلک پښېمانه دي. اوس نه هغه خلک دې خلکو ته راتلی شي او نه دغه خلک له هغوی نه عبرت اخلي.
#پښتوحدیثونه
رسول الله ﷺ فرمایي:
له ما وروسته به ��المان مشران وي؛ تاسې ته به د داسې څه امر کوي چې خپله به یې نه کوي، نو چاچې د دوی د درواغو تصدیق وکړ او له دوی سره یې په ظلم کې مرسته وکړه، نو دا سړی له ما څخه نه دی او نه زه له ده څخه یم او په حوض کوثر کې به زما خواته رانشي.