الله اکبر ولله الحمد.
ناټو دړې وړې شوه، د کفري نړۍ ايتلاف او اتحاد د زوال په حال کي دی، فرانسا او اسبانيا هم د ايټاليا په څېر د أمريکا د جنګي طيارو پر مخ باندي خپله فضاء وتړل(الجزيرة) خليجي عربو هم چنداني ياري ورسره و نکړه، حالات داسي ښکاري چې أمريکا په دې جنګ کي يک تنها پاته سوه، أمريکايي أولس هم مظاهرې شروع کړې، خو إيران لا هماغسي د لومړۍ ورځې په څېر يو غر د مقاومت دی چې ولاړ دی.
نور د عصر د فرعون غرور مات وبولئ ان شاء الله.
د ایران صبر هم پای ته ورسید د حساب د پیل اعلان یې وکړ.
وایي زمونږ ځواب به سخت وي او زمونږ توغندي د دښمن د مرکزونو د ویجاړۍ سره مینه لري.
پاکستان د دوه مخۍ، خیانت او د پردیو د اجنډاو د عملي کولو اوږده سابقه لرلې ده. د ایران پر وړاندې یې وروستی عمل هم د همدې تور تاریخ دوام دی، یو داسې حرکت چې د باور هره پوله یې ماته کړه.
اوس ایران په بشپړه توګه دا حقیقت درک کړی او د نرم دریځ پر ځای یې کلک، توند او بېمجامله موقف خپل کړی دی. پاکستان نور د پټو معاملو تر شا نه شي پټېدای، بلکې د خپلو اعمالو مستقیمې پایلې به ویني.
په پاکستان هرمز تنګی په کلی ډول وتړل شو دا به د قرضداره پاکستان اقتصاد او نظام ملا نوره هم ماته کړي. ایران وایي مونږ به خپل دفاعي او تعرضي ظرفیت به په بشپړ قوت وکاروو. د دې معنا دا ده چې د پاکستان حساس نظامي تاسیسات، حتا اتومي بنسټونه، هم د ایراني توغندیو د هدفونو په لېست کې راتلی شي.
که پاکستان لا هم خپل منافقت ته دوام ورکوي نو دا ځل به د سیمې معادله د هغوی پر ضد داسې واوړي چې بیرته راګرځېدل به ورته ناشوني وي. دا نور د ډیپلوماسۍ ��رمې خبرې نه دي؛ دا دحساب غوښتنې مرحله ده، او په دې ډګر کې هغه هېواد بریالی پاتې کېږي چې خپل دریځ په صداقت، ثبات او جرأت وساتي.
نړیوال چې پاکستان ته د یو اسلامي هېواد په سترګه ګوري، دوی باید فکر وکړي چې پاکستان یوازې په نوم مسلمان دولت دی، خو نظام او قانون یې له اسلامه پردی او د مسلمانانو پر ضد ټولې کړنې د امریکا په غوښتنه ترسره کوي. که یو غیرمسلم هېواد...
🔗پاته ولولئ
https://t.co/pILgdK1z2J
دا تصویر په لوی قاب کې چاپ کړئ. د تعلیمي، نظامي، صنعتي او انکشافي سکتورونو د ادارو په دهلیزونو کې یې وځړوئ.
تر څو مو له دښمن سره د کرکې او سیالۍ احساس تل ویښ پاته وي. پرمختګ یوازې د عقل په رڼا نه کیږي. دا عواطف دي چې انسان ته ټېله ورکوي.
مهم خبر
امریکا عربو ته دوکه ورکړه
ورسته له هغه چی امریکا او اسرائیلو پر ایران برید وکړ په مقابل کی ایران په هغو ټولو خلیجی او غیر خلیجی هیوادونو چی د امریکا هډی په شتون درلود د ایران تر برید ��اندی راغلی
تازه د امریکا هوایی ځواکونه د سعودی عربستان څخه تر وتلو وروسته د متحده عربی اماراتو څخه هم وتلی او ټول دفاعی سسټم یی د اسرائیلو د حفاظت لپاره اسرائیلو ته منتقل کړی امریکا عرب هیوادونه د ایران بې رحمه توغندیو او ډرونونو ته تنها پرېښودل
شنونکی وایی
چی امریکا تل خپلو متحدینو سره هو داسی دوکه کړی ده او کوی یی شنونکی وایی د امریکا د دوستی هم دا انجام وی
#خراسان_میډیا