په دې وروستیو کې د عمار یاسر د یوې لیکنې په اړه ځینو کسانو داسې قضاوتونه کړي چې نه یې د لیکنې شالید معلوم دی نه یې مقصد او نه یې د هغه د ژوند او کورني له تېر تاریخ څخه کافي معلومات لري
اختلاف حق دی خو بېدلیله قضاوت نه منطق دی او نه انصاف
عمار یاسر د داسې کورني زوی دی چې د دې لارې په اوږدو کې یې درنې قرباني ورکړې دي د هغه پلار استاد یاسر زندانونه تېر کړي او تر اوسه یې د برخلیک په اړه روښانه معلومات نشته نو څوک چې د یوې لیکنې پر بنسټ د عمار پر نیت او شخصیت حکم کوي لومړی دې وپوښتي موږ د هغه د ژوند او د دې خبرې له شالید څخه څومره خبر یو؟
کېدای شي په دې خبره کې د هغه شخصي تجربه درد یا داسې لیدلي واقعیتونه وي چې موږ ترې خبر نه یو هغه له لویانو سره ناست دی او کېدای شي داسې څه یې لیدلي وي چې عام خلک یې نه ویني نو یوازې د یوې لیکنې پر اساس د هغه د نیت او فکر په اړه حکم کول انصاف نه دی
که خبره یې ناسمه وي په دلیل یې رد کړئ که تېروتنه وي په منطق یې اصلاح کړئ خو دا ویل چې ته د خپل پلار په څېر نه یې یا د هغه پر نیت شک کول نقد نه بلکې شخصي قضاوت دی
همدارنګه د یوه کس یوه لیکنه د ټول نظام د اختلاف ثبوت نه شي کېدای د نظر اختلاف د هرې ټولنې طبیعي برخه ده
د څو لایکونو او فالورانو لپاره د یوې قرباني ورکړې کورني او درنو شخصیتونو سپکاوی نه څوک ښه مجاهد ثابتوي او نه ښه انسان او نه مبارز او نه ښه قلموال
که دلیل لرئ وړاندې یې کړئ که نیوکه لرئ په ادب یې وکړئ او که شالید نه پېژنئ د قضاوت پر ځای چوپ پاتې شئ
ځکه قوي دریځ په لوړ غږ نه بلکې په دلیل انصاف او اخلاقو ثابتېږي
@ammarzamarak