دا ده رب العلمين خصوصي فضل و کرم او د مور پلار دعاګانو برکت د خپلو استادانو خواري او محنت دي
ګيني ما عاجز باندي خو خلکو کبر غرور کړي خو اصل سوک هم نه ګوري ټول لباسي خبرو وعدو خنداګانو پسي ګرځي
زه وياړم چې نه چاپلوس يم نه لباسي او نه هم درواغو اميد هيلي ورکونکي
دا لیک یوې لور خپل پلار ته لیکلی دی هغې خپل پلار ته لیکلي
تحلیل | عبدالحق الافغاني
هغه مرکه چې له کابل څخه زما لپاره راځي زما خوښه پکې نشته او زه هغه هلک نه خوښوم زه د خپل کلي له یوه هلک سره مینه لرم او غواړم له هغه سره نکاح وکړم
د دې څو کرښو تر شا یوازې د یوې نجلئ د مینې کیسه نه ده تر شا یې د یوې لور مجبوري بې وسي او د خپل حق د ویلو ستونزه پرته ده
پوښتنه دا ده
ولې یوه لور دې حد ته مجبوره شي چې د خپل ژوند د تر ټولو مهمې پرېکړې په اړه له خپل پلار سره مخامخ خبرې ونه شي کولی بلکې اړ شي چې خپل پلار ته لیک ولیکي؟
موږ وایو:لوڼې د جنت ګلونه دي لوڼې د سر تاج دي او پلار د خپلو لوڼو لپاره هر څه قربانوي
خو که یوه لور د خپل واده خپلې خوښې او خپل راتلونکي په اړه د خپل پلار مخې ته په ازاده خوله د ـ هو ـ او ـ نه ـ ویلو جرئت نه لري نو باید یوه شېبه ودرېږو او له ځانه وپوښتو
ایا موږ خپلو لوڼو ته یوازې د مینې نوم ورکړی که د خبرو او خپل نظر د څرګندولو حق مو هم ورکړی دی؟
د پلار مینه یوازې دا نه ده چې خپله لور وساتي نازوي او د هغې لپاره قرباني ورکړي د پلار د مینې تر ټولو ښکلی شکل دا هم دی چې لور یې داسې احساس وکړي
زه کولی شم خپل پلار ته هره خبره ووایم حتی هغه خبره چې ښايي پلار مې ورسره موافق نه وي
البته د لور هره خوښه لازماً د منلو وړ نه ده پلار حق لري چې مشوره ورکړي دلیل وغواړي د راتلونکي په اړه فکر وکړي او د خپلې تجربې له مخې د خپلې لور خیر وغواړي خو مشوره او جبر یو شی نه دي
د واده پرېکړه د یوې ورځې پرېکړه نه ده د یوه انسان د ټول ژوند له راتلونکي س��ه تړاو لري له همدې امله د لور خبرې باید واورېدل شي د هغې احساسات باید جدي ونیول شي او د هغې رضایت باید یوازې یوه رسمي خبره ونه ګڼل شي
که موږ رښتیا غواړو چې لوڼې مو د سر تاج وي نو باید د تاج په څېر یې یوازې پر سر نه ږدو د انسان په توګه یې زړه فکر او غږ هم باید درناوی کړو
تر ټولو دردونکې خبره دا نه ده چې یوې نجلي له یوه هلک سره مینه کړې ده دردونکې خبره دا ده چې هغه نجلي د خپل پلار مخې ته د خپل زړه خبره په خوله نه شي ویلی او خپل حق د یوه لیک په څو کرښو کې بیانوي
خو د دې لیک یوه بله برخه هم شته چې باید له پامه ونه غورځول شي
هغې خپل پلار ته په ډېرې مینې لیکلي
زما ګرانه پلار جانه زه تر ټولو ډېره له تا او خپلې مور سره مینه لرم
همدا یوه جمله د دې نجلي د زړه ډېر څه راښيي
هغې د خپل ژوند د یوې مهمې مسئلې په اړه خپل زړه پرانیستی خپله خوښه یې بیان کړې خپل درد یې شریک کړیخو په همدې وخت کې یې خپلې مور او پلار ته خپله مینه او وفاداري هم په څرګندو ټکو کې اعلان کړې ده
یعنې هغې دا نه دي ویلي چې زه ستاسې خلاف یم بلکې داسې یې ویلي دي
زه له تاسو سره تر ټولو ډېره مینه لرم خو غواړم زما د زړه خبره هم واورئ
او شاید همدا د دې لیک تر ټولو ژوره معنا وي
د اولاد د خپلې خوښې څرګندول د مور او پلار سره د مینې د ختمېدو معنا نه لري د خپل حق غوښتل د بې وفایۍ معنا نه لري او د خپل زړه خبره کول د والدینو د مقام کمول نه دي
یوه لور کولای شي له خپل پلار او مور سره له هر چا ډېره مینه ولري د هغوی احترام وکړي د هغوی قدر وکړي او په عین وخت کې دا حق هم ولري چې د خپل ژوند په اړه خپل احساس او رضایت څرګند کړي
کاشکې زموږ کورونه داسې وي چې لور پکې د خپل حق لپاره لیک لیکلو ته اړ نه شي بلکې د خپل پلار مخې ته په ډاډ سره ووایي
پلاره دا زما ژوند دی دا زما خوښه ده که زما له انتخاب سره موافق نه یې لږ تر لږه زما خبره واوره
او پلار ورته په ډاډ ووایي
لورې ستا خبره به اورم ځکه ته زما لور یې او ستا غږ زما لپاره د اورېدو وړ دی
همدا د پلارولي هغه مقام دی چې د مینې اعتماد وفاداري او درناوي په وسیله لا لوړ کېږي
د جمعې مبارکه ورځ ده د سورة الکهف تلاوت مو هېر نه شي
رسول الله ﷺ فرمایلي دي
څوک چې د جمعې په ورځ سورة الکهف ولولي د دوو جمعو ترمنځ به ورته نور روښانه شي
الله تعالی دې زموږ زړونه د قرآن په نور روښانه کړي
#سورة_الکهف#جمعه#قرآن#القرآن#جمعة_مباركة
زه د خپل رب ډېر شکرګذار یم هر چېرته مې چې وخت تېر کړی الله تعالی په خپل فضل او کرم ډېر عزت راکړی دی دا هم زما د تلاوتونو له جملې څخه یو تلاوت چې په عربي هيواد یوه ستر غ��نډه کې ترسره شوی و او دغه تلاوت د عربي تلويزيونونو باندې هم خپور شوی و
#الحمدلله #تلاوت_قرآن #قرآن_کریم #عبدالحق_افغانۍ #QuranRecitation #HolyQuran #IslamicContent