د تفاهم یادداښت؛ ایا امریکا به پر خپلو ژمنو ودریږي!؟
پر ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو ۱۰۷ ورځې وروسته ټرمپ په ورسای او پزشکیان په تهران کې د تفاهم یادداښت لاسلیک کړ. په یاد تفاهم کې امریکا ژمنه وکړه چې په ۶۰ ورځو کې به پر ایران لګېدلې سمندري محاصره ختموي، بندیزونه به نرموي، د ایران کنګل شوې پیسې به خوشې کوي، اسرائیل به پر لبنان بریدونه دروي، د هرمز تنګې پر سر د ایران ولکه مني او د ایران د بیا رغونې لپاره به ۳۰۰ میلیارده ډالره ځانګړي کوي.
امریکا او اسرائیلو پر ایران له ۱۳۰ زره هدفونو بمبارۍ، ۱۰ زره پوځي ماموریتونو او تر ۷۰ ډېرو لوړ پوړو چارواکو له وژنې وروسته؛ ایران پر تابع دولت بدلولو، د اټومي او بالستیک توغندیو پروګرامونو ختمولو، د رژیم بدلون او له حزبالله او نورو سیمهییزو ډلو د ملاتړ بندولو موخې ترلاسه نه کړې. برعکس، امریکا هژموني هویت له لاسه ورکړ، له پراخو کورنیو فشارونو سره مخ شوه او نړیوال بازار کې د انرژۍ نرخونه لوړ او بېثباته شول.
واشنګټن د یادو کړکیچونو مهار په موخه د پاکستان په منځګړیتوب له تهران سره د خبرو باب پرانیست او ایران ته یې د یادداښت په تفاهم کې ګڼ امتیازونه ومنل. خو، پوښتنه داده چې ایا امریکا به پر خپلو ژمنو ودریږي؟
ډیر لرې نه ځو، په دغو ۱۰۷ ورځو کې ټرمپ د جګړې په اړه ۳۸ ځله دروغ ویلي دي. د تفاهم له وروستي کېدو وروسته هغه وویل: «دا یوازې د تفاهم یو یادداښت دی. که مې خوښ نه شو، نو بیا به پرې ډزې پیل کړو او د هغوی پر سر به بمونه وغورځوو. که مې خوښ نه شو، که هغوی سم چلند ونه کړي، نو موږ به بیا ورشو او د هغوی د سر په منځ کې به بمونه وغورځوو، سمه ده؟» (رویټرز).
په ورته وخت کې، اسرائیل پر لبنان په پراخو بریدونو کې ۴۷ کسان ووژل او د ملي امنیت وزیر یې، ایتامار بن ګویر وویل: « لبنان باید وسوځي. د هرې اسرائیلۍ مور د یوې اوښکې په بدل کې باید زر لبنانۍ میندې وژاړي.» دغه راز نتنیاهو هم ویلي و: «دا تړون امریکا کړی، د امریکا د ولسمشر پرېکړه ده. موږ خپلې ګټې لرو.»
هنري کسنجر ویلي و: «امریکا هېڅ دایمي دوست او دښمن نه لري، یوازې دایمې ګټې لري.» له برجامه تر پاریس تړونه او له ۶۶ نړیوالو سازمانونو وتلو پورې، امریکا په کراتو ژمنې ماتې کړي او له تړونونو وتلې ده. له سيبياس سره په مرکې کې پیټ هګزټ وویل: «له برجام تړون سره د دې تړون لوی توپیر په دې کې دی چې موږ دا کار د قدرت له لارې کړی.» دا ښيي چې امریکا هر کله وغواړي یاد تفاهم ماتوي.
په پایله کې، ښکاري چې په تفاهم کې لیکل شوي امتیازونه به د کاغذ پر مخ پاتې شي او امریکا به هیڅکله ایران ته هغه امتیازونه ور نه کړي چې په تفاهم کې لیکل شوي دي. ۶۰ ورځې وخت امریکايي لوري ته فرصت ورکوي چې د ایران تسلیمولو لپاره پر نورو لارو غور وکړي. په سویس کې د ایراني او امریکايي لورو ترمنځ خبرې اترې به د ایران اټومي وسلو او لبنان پر سر وي، جي دي وینس ویلي: « هیلهمن یو چې په اټومي موضوع او همدا راز لبنان کې د اوربند په تړاو پرمختګ وکړو. فکر کوم همدا دوه به زموږ د تمرکز اصلي موضوعات وي.» (BBC).
امیر حیدر
د نړیوالو اړیکو شنونکی
https://t.co/JN1JEFrwYi
https://t.co/5F4ZaaM6eb