دا بیخی بې خونده نظر دی چې که وطندوسته یې باید مرګ ومنې. یا وطن ته د وفاداري ثابتولو لپاره ځان مرګ ته ورکړه. مرګ بد دی، د خلکو مرګونه هېچاته ګټه نه رسوي. د ښو خلکو مرګ خو بیخي د وطن پخیر نه دی. یو ذره هم نه دی. د سر ساتنه فرض ده.
په کـــــــــرغیړنو او ازغـــــنو کرښو بیله یــــــــــاره
دومره دې تـــــــږی د دیدن یمه چې حد نه لري
کلـــه مـــــــــهاجر شمه او کله ترهــــــګر او غــــدار
دومره ذلیل پخپل وطــــــن یمه چې حد نه لري
(ګیله من پښتین)