۳/۳ افغانانو او افغانستان په ډېرو سختیو کې دوام کړی، ځکه چې ژورې تاریخي رېښې لري، حوادثو جوړ کړی ولس او هېواد نه دی؛ له دې وروستیو ناخوالو او یرغل نه به هم سرلوړی راوځي ان شاءالله. په الله ج او تقدیر زموږ اعتقاد، وحدت او اخوت به بیا هم بری راکوي.
Deutsch/ پښتو
Ich bin überwältigt und zutiefst dankbar.
Bei den Kommunalwahlen in Frankfurt bin ich für Bündnis 90/Die Grünen auf Listenplatz 21 angetreten – und dank eurer unglaublichen Unterstützung auf Platz 14 vorgerückt. Damit habe ich mich um sieben Plätze verbessert und über 53.000 Stimmen erhalten.
Das ist nicht mein persönlicher Erfolg. Das ist unser gemeinsamer Erfolg.
Ich möchte mich von Herzen bei allen bedanken:
Bei denen, die mich im Haustürwahlkampf begleitet haben.
Bei denen, die mich in den sozialen Medien unterstützt haben.
Bei denen, die mir Mut gemacht haben, als es schwer wurde und mir manchmal die Kraft gefehlt hat.
Bei denen, die für mich gelaufen sind, organisiert haben, mitgedacht haben.
Und bei allen, die am Wahltag zur Urne gegangen sind und mir ihr Vertrauen geschenkt haben.
Ohne euch wäre das nicht möglich gewesen.
Mein Sieg ist euer Sieg.
Ich hoffe, dass Gott mir die Kraft und die Aufrichtigkeit gibt, dieser Verantwortung gerecht zu werden und weiter für unsere gemeinsamen Werte zu arbeiten.
Danke für euer Vertrauen.
ګرانو هېوادوالو او د فرانکفورت ښار درنو اوسېدونکو، اسلام علیکم!
د الله ج په نصرت او ستاسو په بې سارې ملاتړ، نن زموږ د میاشتو میاشتو منډو ترړو او ګډو هڅو نتیجه رابره شوه او د فرانکفورت ښاروالۍ شورا په ټاکنو کې مو لویه بریا خپله کړه.
دا زما لپاره د ډېر ویاړ ځای دی چې اعلان وکړم؛ ستاسو د پراخ باور په پایله کې مې ۵۳،۰۰۰ (۵۳ زره) مستقیمې رایې ترلاسه کړې او د شورا غړیتوب مې وګټلو. لومړی د لوی خدای ج شکر ادا کوم او بیا له هغو ټولو خوږو ملګرو، مشرانو او ځوانانو څخه نړۍ مننه کوم چې تر رای صندوقونو پورې لاړل او زما پر نوم یې خپلې رایې وکارولې.
که څه هم نن زموږ زړونه د هېواد په ځینو سیمو کې د پاکستان د وروستیو بریدونو له امله د خپلو هېوادوالو په غم کې ویرجن دي، خو په داسې یو سخت او غمجن حالت کې مې وغوښتل دا د بریا زېری درسره شریک کړم ترڅو زموږ د ولس د سرلوړۍ او همت یوه نښه وي.
زه باور لرم چې زما دا بریا د ټول ستر افغانستان بریا ده. له الله ج څخه توفیق غواړم چې د دې امانت حق په سمه توګه ادا کړم او وکولی شم په پوره ایمانداري سره د خپلو خلکو او ټولنې خدمت وکړم.
په درنښت،
هوسۍ ظریف اندړ
د فرانکفورت ښاروالۍ شورا منتخبه غړې
#hosaizarifander #frankfurt #grüne