"کوئٹہ: پشتونخوا نیشنل عوامی پارٹی کے ایک اعلیٰ سطحی نمائندہ وفد نے بلوچستان نیشنل پارٹی کے حالیہ سانحہ میں زخمی ہونے والے سیاسی کارکنوں کی عیادت کی اور ان کی جلد صحتیابی کے لیے نیک تمناؤں کا اظہار کیا۔ وفد نے متاثرین کے اہل خانہ کے ساتھ ہمدردی اور یکجہتی کا اظہار کیا
په پنجاب پوهنتون کې د پښتنو له محصلینو سره ناروه چلند روان دی. محصلین له هاسټلونو په زوره اوباسل کیږي،فیسونه دوه چنده زیات شوي،نوي هاسټلونه نه جوړیږي او پوهنتون د پولیسو په مرکز بدل شوی.
دا دې ظلم خلاف محصلینو د پنجاب اسمبالۍ مخې ته پرلت وهلی.
موږ د محصلینو تر څنګ ولاړ یو او دا دوی ټول حقوق باید زر تر زره ورکړل شي.
21-03-2025
پشتونخوا نیشنل عوامی پارٹی کی پریس ریلیز میں بلوچ نہتے اور پرامن مظاہرین پر ریاستی اداروں اور حکومت کی جانب سے اندھادند فائرنگ جس کے نتیجے میں اب تک ایک معصوم بچے سمیت تین بلوچ سیاسی کارکنوں کی شہادت اور درجنوں کے زخمی ہونے کے المناک واقعے کی شدید مذمت کرتے ہیں۔
یو امارت دوه شبکې!
«یو وخت کې حکمتیار ویلي وو چې اسلام کې د بېلو بېلو ډلو او تنظیمونو تصور نشته او ټول باید د یوه امیر لاس لاندې بیعت وکړئ.»
طالبان اوس دده د ۳۵ یا ۴۰ کاله دمخه وینا دلیل نیسي، چې دا په خپل ذات کې له علمي پلوه ناسم کار ده. هر انسان د خپل علم او پوهې په اندازه درېځ نیسي. هماغه وخت کې د حکمتیار پوهه همدومره وه، لکه چې نن دعبدالحکیم شرعي او ملاهیبت الله پوهه ده. اما څلوېښت کاله وروسته چې ددین مطالعه وکړئ، تجربه لاسته راوړئ، نړۍ وګورئ، د نړۍ د نورو اسلامي علماوو نظرونه واورئ؛ د قدرت او ثروت خوند وګورئ، نو بیا له پخوانۍ نظر څخه انسان ګرځي او ترپایه پر خپل زوړ، ناسم او یا ناکاره نظر ولاړ نه وي.
حتی په فقهي موضوعاتو کې ډېری علما تر ۹ ځلو پورې په عین موضوع کې خپل درېځ بدل کړی دی.
همدارنګه دملاعمر او ملاهیبت الله درېځونو کې اوس ډېر فرق دي. ملاعمر امرېکا ته د اسامه سپارل او دالقاعده غړو تسلیمول، د اسلام سره خیانت او د افغاني فرهنګ او غیرت مخالف ګڼل. اما اوس امارت د اسامه ځای ناستی ایمن الظواهري په افغانستان کې د امرېکایانو پر ډرون حمله وویشت او معلومات یې خارجیانو ته ورکړل. اوسنی امارت د لومړني امارت خلاف له افغانستان څخه د باندې د جهاد صادرول منع کړل. القاعده، عرب مجاهدینو او نورو افراطي مسلمانانو ته افغانستان کې دځای نه ورکولو ژمنې کړې دي. پرون یې دا کار د اسلام مخالف ګڼلو او ددوی د بنسټګر ملاعمر همدا درېځ وو. اما ددوحې تړون کې اوسني امارت دا هرڅه ومنل.
لکه څنګه چې وسایل اپډېټ کېږې؛ داسې د انسان فکر او علم هم اپډېټ کېږې. ملا عبدالحکیم شرعي تر اوسه لا په خپل فکر کې وینډوز Windows 1.0 انسټال لري، او چې کله دده په فکر کې وینډوز Windows 11 انسټال شي او دده علم اپډېټ او اپګرېټ شي؛ بيا به دی هم له خپل درېځ واوړئ.
د ټالب چارواکو لویه او اساسي ستونزه هم همدا ده چې ددوی سیسټم ډېر زوړ او له شرایطو او حالاتو سره اپډېټ شوی نه دی.
په دوحه او قطر کې دوه کاله ددوی په فکر کې د نوي ورژن د انسټال کولو پروسه پیل شوه. فورا ددې سافټ وېر انسټالر خلیلزاد اعلان وکړل چې د ۱۹۹۴ او ۲۰۲۰ طالبي سیسټمونه فرق لري او وروستني ورژن اصلاح شوی دی. د جمهوریت ډېرو سیاسي دکاندارانو د نوي طالبي ورژن د اخېستلو لپاره منډي او ترړې پیل کړي. حتی د طالبانو منځ کې هم د ۲۰۲۱ کال طالبانو اصطلاح وکارول شوه. دوی دا هغو طالب پلوو ته کاروئ چې ددوحې له تړون وروسته له امارت سره یوځای شول. اوس چې د هغې سافټ وېر پروسه روانه ده، کله نا کله زوړ ورژن ته وګرځي او هماغه ده چې د هېواد ټول تعلیمي، سیاسي، اقتصادي، مدني او فرهنګي سیسټم یې فلج کړی دی.
لکه څنګه چې د ۱۹۴۵ کال وینډوز ۱ د ۲۰۲۱ کال له وېنډوز ۱۱ سره اساسي توپیر لري، همداسې ټالبان هم که غواړې چې ټول پرمختللي پروګرامونه عملي کړئ، باید د ۱۹۹۴ کال اسلام آباد مېډ امارت Made in Islamabad څخه د ۲۰۲۰ کال دوحې مېډ امارت Made in Doha وینډوز او سافټ وېر عملي کړئ. اوس عملا ددې دوو سیسټمونو ترمنځ لوی واټن او ټکر موجود دی. د اسلام آباد د د شبکې سرور Server په کندهار کې او دقطر د شبکې سرور Server په کابل کې فعالیت کوي.
په دې توپېر چې د اسلام آباد د سرور نیټ ورک «شبکې» کېبلونه د کابل سرور په ځینو دفترونو کې لګېدلي دي او حکمتیار د همدې شبکې دکېبل لاندې راغی. نجونې او مېرمنې هم دې شبکه کې ځای او کوډ نلري. کله چې دکابل سرور خپلو دفترونو کې ددوحې جوړ شوي تارونه، کېبلونه او کوډونه ونه لګوئ، هم به یې له ولس او هم له نړۍ سره د انټرنیټ اړېکې شکېدلې وي.
کابل کې چې کله ناکله د سیاسي او مدني ازادیو، د نجونو د تعلیم، د ښځو د کار الارم Alarm یعني غږ پورته شئ، هغه د ددوحې د شبکې وي، اما ستونزه یې داده چې دا ايمرجنسي الارم Emergency Alarm د کندهار سرور نه قبلوي؛ ځکه هلته لا ددې سافټ وېر، سیسټم او وېنډوز کوډونه ډېر پخوانۍ او وسایل یې له اسلام آباد څخه د اسلام په نوم تهیه کېږې. داسې اسلام چې د اباد Developed پسوند او کوډ نلري. کله چې دا کوډ شتون ونلري، بیا له نړۍوالو کوډونو او سیسټمونو سره نه جوړېږې او نه ورسره انټیګرېټ Integrate کېږې. اړېنه ده چې د کندهار سرور بشپړ Configure کانفېګر شي او د انټي وایروس Anti Virus سافټ وېرونه هم په کې انسټال Install او رن Run کړئ، ترڅو بشپړ سکین Scanning وکړي. له هغې وروسته زاړه کوډونه او سیسټمونه Shift +Delete شي.
Please join us tomorrow (12 PM Eastern Time,9PM Pakhtunkhwa & 6PM Europe time) to commemorate the Life & Struggle of #UsmanKakarShaheed on his #2ndDeathAnniversary!
Renowned Pashtun politicians/intellectuals & #OppressedNations will be our guest speakers!
Stay tuned & share plz🙏