حضرت علي رضی الله عنه.
داسي وخت به هم راشي چي خلګ به خپل رب هیر کړي او لباسونه به په لوړ قیمت اغوندي په بازارونو کي به په غرور سره ګرځي نو له دوی به دا هیر وي چي په همدې بازار کي ددوی کفن هم خرڅیږي.
سړی چې خپل ملګری خفه وویني، مستحب ده چې د هغه د خوشحالولو لپاره خبرې ورسره وکړي؛ لکه یو وخت صحابه کرامو رسول الله ﷺ خفه ولید، نو عمر رضي الله عنه وویل: خامخا به داسې خبره وکړم چې رسول الله ﷺ وخندوم.
- حافظ إبن حجر | فتح الباري | ۹ - ٢٩٢