تاسو زموږ د خلکو دې ستونزې ته متوجې یاست!
پور «قرض»
خلک دې باور ته رسیدلي، چې که د چا ته پور ورکړ، نو ښه ده ورته ویې بښې. ځکه بیرته ورکړه یې نه شته. حتی خلکو ته له پور تیښته بازار تیزي او کمال ښکاري.
ځکه خو اوس خلک چا ته پور نه ورکوي، که څه نیږدې خپل یې وي او پوهیږي، چې ورته سخته اړتیا لري.
متأسفانه دا زموږ او ستاسو د خلکو یو بد واقعیت او صفت دی، چې د هر چا تر غاړې رسېدلی، په داسې حال کې چې هم د مسلمان صفت نه دی او دردناک عاقبت هم لري.
رسول الله ﷺ فرمايي: «نَفْسُ المُؤْمِنِ مُعَلَّقَةٌ بِدَيْنِهِ حَتّى يُقْضَى عَنْهُ» د مؤمن روح د هغه د پور تر ادا کېدو پورې تړلی وي.
همدارنګه سیرت کاږي چې رسول الله ﷺ به د قرضدار د جنازې لمونځ تر هغه نه کاوه، څو به چې چا د هغه د پور ضمانت نه و کړی.
نو که پوروړي یاست، دا بار مو په همدې دنیا له اوږو سپک کړئ. ابي هریره روایت کوي «مَطْلُ الغَنِيِّ ظُلْمٌ» د توان لر��نکي کس له خوا د قرض ځنډول ظلم دی. هغه ��لم چې که مو خدای شهادت هم نصیب کړي، پور به مو ونه بښل شي. عبدالله ابن عمر روایت کوي: «يُغْفَرُ لِلشَّهِيدِ كُلُّ ذَنْبٍ إِلَّا الدَّيْنَ» څوک چې شهید شي، ټول ګناهونه یې بښل کېږي، خو پور نه بښل کېږي.
نور مو خوښه چې له خپلو پوروړو سره څه کوئ. کیسه په دې دنیا ختموئ او که د خپل اخرت بار درنوئ. مقصد بښل یې نه شته!