یو سپی چې د سوۍ د نیولو له پاره یې هڅه کوله، کله چې د سوۍ په نیولو بریالی نه شو، له سوۍ یې وپوښتل
” سره له دي چې ستا پښې کوچنۍ او زما اوږدې دي خو بیا هم نشم کولای تا ونیسم“.
سوۍ ورغبرګه کړه ”توپیر دا دی چې زه د خپل ځان لپاره منډه وهم او ته د بل له پاره“
*✍️ له بهلول دانا څخه چا وپوښتل : په هدیره کې څه کوی ؟*
*✍️ ځواب یې ورکړ : له داسې یوې ډلې سره ناست یم چې حسد نه کوي ، دروغ نه وایې ، چا ته طمعه نه ورکوي ، خیانت نه کوي ، قضاوت نه کوي. ما ته آخِرت را په یادوي ، او تر ټولو مهمه دا ده که ورڅخه لاړ شم نو له شا راپسې خبري هم نه کوي